IQNA

دایران او ترکیي سیمه ایزي ملگرتیاوي به په نوی پړاؤ کې لاپراخې شي

5:43 - May 31, 2023
د خبر لمبر: 3487417
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر د ترکیې  د ولسمشر په توګه د رجب طیب اردوغان  د بیا ټاکل کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره  هیله وښودله چې  په نوي پړاؤ کې ، ددواړو هیوادونو سیاسی،اقتصادي ،امنیتی ،کلتوري او تجارتي  اړیکې لازیاتې پراخې شي.

 ایکنا د ولسمشرۍ د ماڼۍ د اطلاع رسونې ددفتر له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریسي  د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  په ټيلیفوني خبرو کې  ددغه هیواد د ولسمشر په توګه د هغه د ټاکل کیدا په باب په مبارکۍ وئيلو سره ، د سیمې د هیوادونو د ګټو دتامینیدا په موخې سره  دایران او ترکیې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ دلازیاتې چټګتیا غوښته وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم  د خپل هیواد  دولس او حکومت له خوا د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د ښه نیّت  په قدرونې اوستاینې سره ،ووئيل،  په  وړاندې پړاؤ کې به  په مختلفو حوزو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره  دخپل هیواد د اړیکو د پراختیا بهیر ته په لا زیات قوت او جدیّت سره  دوام ورکړي.

د ترکیې ولسمشر همداراز  دترکیې ،ایران ،روسیې  اوسورئې  د څلور اړخیزو  ملګرتیاؤ د چوکاټ پشمول  د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د دوام لپاره د خپل هیواد  د ګروهنې خبر ورکړ او وې وئيل  په لاجدیّت سره به  په سیمې کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او د  اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره  اغیز شیندونکو او مثبتو هلو ځلو ته هماغه راز دوام ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4144749

captcha