IQNA

د ایران او قزاقستان کلتوری ،اجتماعي او تجارتي اړیکې بایدلاپراخې شي

6:34 - April 27, 2023
د خبر لمبر: 3487247
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر بیګا د قزاقستان له لومړي وزیر علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  ووئيل، که څه هم تیر کال د ایران او قزاقستان  تجارتي اړیکو ترپام وړ پورې وده درلودلې،خو دغه سویه ددواړو هیوادونو  له ظرفیّتونو سره په تناسب کې نه ده او باید  ددغو اړیکو دلوړتیا لپاره لازیاته هڅه وکړو.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور  راکړ، دایران د اسسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئسي له علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  چې  د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمینځ د شوو موافقو  د اجرائي کیدا  د تعقیبونې په خاطر تهران ته په سفر راغلی دی ،پخپل مینځیو اړیکو کې په تیره بیاپه اقتصادي او تجارتي حوزې کې ئې  د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ.

ابراهیم ریئسي  همداراز د ایران او قزاقستان  د تمدني او کلتوري اړیکو پراختیا ته د توجه غوښته وکړه او  په دغې حوزې کې ئې د ړایکو د لوړتیا لپاره د یوې ګډې کلتوري کمیټې جوړول ضروری  وبلل.

د قزاقستان لومړی وزیر هم  له اسلامی ایران سره  د خپل هیواد د اړیکو په ژورتیا په تیره بیا  د اقتصادي او تجارتي پانګونې په زمینې کې  له پراختیا سره ددلچسپۍ په ښودلو سره ووئيل،د دواړو هیوادونو د اړیکو حجم د موجودو ظرفیّتونو په اساس نه دي او په همدې دلیل مو د راتلونکو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د لارې یوه نقشه پلان کړې ده.هغه هیله وښودله په مختلفو حوزوکې د تهران–آستانې د موافقو په اجرائي کیدا کې په چټکتیا سره  د دواړو ملتونو لپاره احساسیدونکي ګټې او د ملګرتیاؤ د سوئې لوړتیا  ولرل شو.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131936

captcha