IQNA

له اسلامی هیوادونو سره د اړدیکو د پراختیا لپاره هیڅ خنډ نه لرو

7:20 - June 18, 2023
د خبر لمبر: 3487487
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې له اسلامی هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره هیڅ خنډ نه لري، د تهران  او ریاض اړیکو له ټینګیدا څخه ئې د اسلامی ملتونو او دحکومتونو خوشالۍ او هرکلی ته اشاره وکړه.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  پرون مازدیګر تهران دخپل سفر په دوام کې د ایران د اسلامی  جمهوریت له ولسمشر ابراهیم ریئیسي سره کتنه اوخبرې وکړې.

ابراهیم ریئسي په دغې کتنې کې د اسلامي نړۍ د دوو اغیزشیندونکو او مهمو هیوادونو  داړیکو دټينګیدا په هرکلي سره د حج موسم او د وحي په ټاټوبي کې  ددنیا له ګوټ ګوټه  دمسلمانانو شتون ته اشاره وکړه اوزیاته ئې کړه،داسلامی اعتقاداتو اقتضا،ښه ګاونډيتوب  او دوو ملتونو ګټې دتهران او ریاض په خبرواترو او تعامل کې دي.

داسلامی ایران ولسمشر د حکومت دګاونډيتوب پر سیاست  او په دې په ټينګار سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  له اسلامی هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره هیڅ خنډ او مشکل نه لري، د تهران ریاض د  اړیکو له ټينګیدا  د اسلامی ملتونو او حکومتونو هرکلی او  خوشالیو ته اشاره وکړه او  وې وئيل ، د مسلمانانو دښمنان او دهغو په سر کې صهیونیسټي رژيم د ایران او عربستان  د دوو اړخیزو او سیمه ایزو ملګرګتیاؤ په پراختیا خپه دي.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې دمونږ په سیمې کې مختلفې مسئلې او مشکلات شته دي چې د اسلامی امت د  کړاؤ زمینه شوي دي ،ټينګار وکړ، دسیمې د هیوادونو ترمینځ په ملګرتیا او  خبرواترو سره پر دغو مشکلاتو او مصیبتونو برلاسه کیدلی شو او په دغې لارې کې د پرَدیو لاسوهنو ته هیڅ ضرورت نشته .

هغه همداراز  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او د تکفیری ډلو ټپلو نابودۍ کې د ایران داسلامی جمهوریت کامیابې تجروبې ته په اشارې سره ووئيل، ددغې  بریالۍ مبارزې نتیجې او تجروبې هغه مسئلې دي چې ددواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ چوزلیز کیدلی شي.هغه ووئيل، صهیونیسټي رژيم نه یوازې د  فلسطینیانو دښمن دی،بلکې د درستو مسلمانانو لپاره ګواښ هم دی او  له دغه رژیم سره د ځينو هیوادونو د اړیکو عادي کیدا  نه یوازې امنیت نه ټينګوي ،بلکې داسلامی امت دنظر مخالف هم دي.

د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  هم په دغې کتنې کې د دوو اسلامی هوایدونو د اړیکوپه ټينګیدا  او تهران  ته په سفر په خوشالۍ ښودلو سره ووئيل، مونږ  په یوې طلائي مرحلې کې یوو  چې باید په قدر ئې پوهه شو  او له اسلامی ایران سره ملګرتیا ،د لورو او دسیمې لپاره له دغو شرائطو څخه د استفادې زمینه برابروي.

د عربستان خارجه وزیر له ایران سره داړیکو د پراختیا لپاره دمختلفو کاري ډلو دجوړولو لپاره  د خپل هیواد دپاچا فرمان ته په اشارې سره  په سټراټژيکه سویه د اړیکو  د لوړتیا لپاره  دخپل هیواد هڅو ته اشاره وکړه او وې وئيل،  تهران او ریاض په ایجنډا کې  اقتصادي ،پراختیائي  او کلتوءي ملګرتیاوې شاملې دي.  فیصل بن فرحان  ددې خبرې په کولو سره چې ددینا ځيني هیوادونه  ګروهنه نه لری، چې د مونږ سیمه آرامښت او ترقي وویني ،ووئيل؛د درستو اسلامی هیوادونو په سویه د ایران او عربستان  د اوسني تعامل په پراختیا سره ډيرې  او نه ختمیدونکي بریاوې رامینځةکړي او  یو یو ضمانت دی ، ددې لپاره چې هیڅ بهرني هیواد دمونږ په سیمې کې ګوتې ونه وهي.  

captcha