ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ، د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان پرون ناوخته د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبد اللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې د بیجینګ غونډې مثبتو بریاؤ ته په ا شارې سره د خارجه وزیرانو پر راتلونکي لیدو کتو او ددواړو هیوادونو د سفارتونو په پرانیستل کیدا ټينګار وکړ،
امیر عبداللهیان هم په دغو خبرو کې د روژې دمبارکې میاشتې په متقابلې مبارکۍ وئيلو او طبیعي حالت ته د تهران او ریاض د مناسباتو د بیرته ستنیدا په هرکلي سره،له عربستان سره د مناسباتو د پراختیا ااو پیاوړتیا لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت پر چمتووالی ټينګار وکړ،
دواړو خارجه وزیرانو سره موافقه وکه چې په لومړني فرصت سره لیده کاته وکړي او د سفارتونو اوکونسلګریو دپرانیستل یکدا سریزې برابرې کي.
د چین په بیجینګ کې ددغه هیواد په کوربتوب سره دایران اوعربستان د ملی امنیت دلوړپوړو چارواکو ترمینځ په موافقې هماغه راز مثبت غبرګونونه دوام لري او ډیری سیاستوالان او کارپيژاندي دغه موافقه د اسلامی نړۍ ااو دسیمې لپاره یو ځیری او داستکباري اواستعماری لړۍ لپاره یوه زلزله او لالهاندی ګڼي .