IQNA

پاکستان او سوریه دوه اړخیزې ملګرتیاوې پراخوي

17:31 - August 04, 2022
د خبر لمبر: 3486065
ایکنا-(تهران) په سورئې کې د پاکستان سفیر او ددغه هیواد لومړي وزیر د مختلفو سیاسی،کلتوري او اقتصادي  زمینو کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیاټينګار وکړ.

ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د سورئې لومړي وزیر حسین عرنوس  په دمشق کې د پاکستان د سفیر سعید محمد خان د ماموریّت  په ختمیدا کې د دواړو هیوادونو دملتونو د ورورګلویزواو دوستانه  ژورو اړیکو ته په اشارې سره  ووئيل،سوریه ددغو اړیکو په پیاوړتیا او دواړو لورو دګډو ګټو په لړ کې د اړیکو دپرمخ بیولو لپاره د لازمو اقداماتو دترسره کولو او د ګامونو په پورته کولو کې له ټولو ظرفیّتونو څخه  د استفادې لپاره تیاره ده.

سوریه او پاکستان څه دپاسه اویا کاله کیږي،چې ډيپلوماټيکې اړیکې لري.

عرنوس دغه راز په دغې کتنې کې سورئې ته د ټوریزم د سفرونو دزیاتیدا او د پاکستاني لوري د تعلیمي سکالرشیپس د زیاتولو او په علمی او کلتوری زمینو کې  دملګرتیا پر پراختیا ټينګار وکړ.

په سورئې کې د پاکستان سفر سعید محمد خان هم په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو  اویا کلنو اړیکو په تیره بیا  سیاسی او ډيپلوماټیکو اړیکو سویو  ته په اشارې سره  ووئيل،د پاکستان حکومت  او ملت  له سورئې سره د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ  پیاوړتیا او  پراختیا ته  د پاکستان حکومت  او ملت کلک هوډ لري . محمد  خان ، پر ترهه ګرۍ له بریالیتوب وروسته د بیارغونې او پرمختګ  په زمینې کې د سورې  ګامونه د ستاینې وړ وبلل.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i119346

captcha