قرآنی خبرونه - پاڼه 100

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د فلسطین له لسو تر دیارلسو کلونو پورې عمر لرونکی پنځلس  ماشومانو د ؛براعم القرآن ؛نومې پروګرام په چوکاټ کې د  عم سپاره حفظ او تلاؤت ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3486853    خپرونې تاریخ : 2023/02/05

ایکناـ(تهران)په ملایشیا کې د رستو فاؤنډیشن  د قرآنی هنرونو نړیواله جشنواره چې د مرغومې په دیرشمه نیټه د  مختلفو هیوادونو د هنرمندانو کوربه وه،د سلواغې په لسمه یعني وړمه ورځ د پایزو دستورو په ترسره کیدا سره پاي ته رسیدلې ده.
د خبر لمبر: 3486840    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)په ملایشیا کې د رستو قرآني هنرونو نړیواله جشنواره چې د مرغومې یا جدې د میاشتې په دیرشمه نیټه د ملایشیا په پوتراجایا کې وقاع د  رستو فاؤنډیشن د قرآن د چاپ او نشر په مرکز کې پيل شوې  او  د مختلفو هیوادونو دهنرمندانو کوربه وه، دسلواغې په لسمه نیټه  ماښام د پایزو دستورو په ترسره کیدا سره پاي ته ورسیده.
د خبر لمبر: 3486835    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ووئیل،د قرآن کریم په سپکاوي کې د لویدیځ جبرانیدا او په پاکستان کې د سلګونو خلکو د وژلو اوترور لپاره د امریکا د ملاتړ وړ داعشیانو اقدامات،د انسان په سوئې ددوي د دیوالیه کیدا دنښو رابرسیره کیدل دي.
د خبر لمبر: 3486834    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)د اسلامي ملګرتیا موسسې پخپلې یوې بیانیې کښې ویلي،دافغانستان طالبان باید د پوهنتونونو په امتحاناتو کښې د انجلیو د ګډون او د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په هکله په خپلې فیصلې بیا کتنه وکړي.
د خبر لمبر: 3486830    خپرونې تاریخ : 2023/01/31

ایکنا-(تهران)ّپه سویډ او نورو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم او اسلامی سپيڅلتیاؤ ته سپکاوي په تهران کې د اسلامی امت د وحدت او رسندویو په لومړني نړیوال کنفرانس کې په کلکه محکوم شو.
د خبر لمبر: 3486829    خپرونې تاریخ : 2023/01/31

ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د اعراف سورې ۱۸۹آیت دغه ټکی یادوي چې ښځه او  واده کول د اسلام په لیدتوګې کې د ژوند او ورح د آرامښت عامل دی اوسړی د واده په وسیله او د یوې میرمنې ترڅنګپه دریدا سره آرامښت ته رسیږي او دا د کورنۍ په مرکز کې د میرمنې دچورلیزتوب ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3486828    خپرونې تاریخ : 2023/01/31

ایکنا-(تهران)د  ایران یو غوره قاری  علی رضا بیژني  چې په ملایشیا کې د رستو قرآني هنرونو په جنشوارې کې  ئې شتون درلود،په دغې جشنوارې کې د ایکنا په سټال کې په شتون سره  ئې د الحمد سورې تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3486827    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

ایکنا-(تهران)د مصر د مشیخ القراء شیخ  احمد عیسی المعصراويپه شتون سره له قرآن کریم سره دانس محفل دملایشیا په پوتراجایا  کې د رستو د قرآني هنرونو د نړیوالې جشنوارې دترسره کیداپه ځاي کې جوړ شو.
د خبر لمبر: 3486826    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

د پوهنتوني جهاد اورګان اعلامیه
ایکنا-(تهران)د پوهنتوني جهاد  انقلابی اورګان  دیوې اعلامیې په خپرولو سره په خينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم د حرمت په ماتولو کې د وروستیو سپکو اقداماتو په محکومولو سره ، دتوحیدی نړۍ له روڼ اندو ،دیني رهبرانو او مصلحانو غواړي،ددغه نفرت خورونکي او سپک اقدام په محکومیَت سره دې له دغو عاملانو سره روښانه حد او حدود معلوم کړي او  له اسلامی نړۍ سره دې دخپلې ایماندارئ  ورورولي او اعتقادي پیوستون څرګند کړي او د ابراهیمي امت ترمینځ د ې د تفرقې ،درز ا و اختلاف خنډ شي.
د خبر لمبر: 3486822    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

قرآني سورې/59
ایکنا-(تهران) د پيغبمر  اکرم(ص)په وخت کې مدینې ښار ته د مسلمانانو له مهاجرت وروسته ،د هغو یهودیانو ډلې ټپلې چې په دغه ښار کې ئې ژوند کاوه،له مسلمانو سره ژمن شول څو د جنګ په وخت کې د یوه بل ملاتړ وکړي،دخپلو ژمنو خلاف ورزي وکړه او د مسلمانانو له دښمنانو سره ئې ملګرتیا وکړه چې  له دغه ټاټوبي د  یهودیانو د شړلو سبب شوه.
د خبر لمبر: 3486821    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

ایکنا-(تهران)د په لویدیځي آسیا او شمالی افریقا کې د اروپائي اتحادئې ویندوي لویئس بوئنو په ځينو اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم نسخوسپکاوی یو شرمونکی اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3486820    خپرونې تاریخ : 2023/01/29

ایکنا-(تهران)د ملایشیا په زرګونو خلکو اوا ددغه هیواد دغیر حکومتي تنظمیونو نمایندګانو په کوالالامپور کې د سویډ د سفارت په وړاندې په غونډيدا سره د قرآن کریم یوه نسخه ددغه هیواد سفیر ته ډالۍ کړه.
د خبر لمبر: 3486817    خپرونې تاریخ : 2023/01/29

ایکنا-(تهران)د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځي ولایتونو کې په زرګونو افغانانو، قرآن کریم ته د سوېډن د افراط پالو د سپکاوی په غبرګون کې د دغه هیواد بیرغ ته اور ورته کړ.
د خبر لمبر: 3486808    خپرونې تاریخ : 2023/01/26

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هغه کسان چي د قرآن شریف او د مبارک پیغمبر سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره د ټوله بشریت او د ټولو ابراهیمي مذاهبو د سپکاوی معنا ورکوي.
د خبر لمبر: 3486807    خپرونې تاریخ : 2023/01/26

ایکنا-(تهران)د مصر الازهر اسلامی مرکز د سویډ او هالینډ د ټولومحصولاتو او شیانو د بایکاټ لپاره له مسلمانانو څخه په غوښتې سره د اسلامی امت له خوا د قرآن کریم په ملاتړ کې یو واحد او پیاوړی دریځ غوره کړي.
د خبر لمبر: 3486805    خپرونې تاریخ : 2023/01/26

د قرآن د تلاؤت هنر/23
ایکنا-(تهران)شحات محمد انور د مصر یو هغه نامتو قاری ؤ چې د هغو وړتیاؤ په دلیل  چې په دې زمینې کې ئې درلودې، ډير زر ئې پرمختګ وکړ او مشهور شو.د قرآن په قرائت کې د هغه مهارت داسې ؤ چې له هماغه ماشوموالي ځینو ورته استاد وئيل.
د خبر لمبر: 3486804    خپرونې تاریخ : 2023/01/26

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا ۲۳۷استازو په یوې اعلامیې کې په سویډ او هالینډ کې د قرآن کریم د سپکاویو په محکومولو سره ټينګار کړیدی ،دغه سپير او نابخښونکی اقدام او د آسماني دینونو مقدساتو ته سپکاوی،د استکباري قدرتونو یوه منظمه سناریو او پروسه ده.
د خبر لمبر: 3486802    خپرونې تاریخ : 2023/01/25

ایکنا-(تهران) د ترکیه په زرګونو ښآریزو د یوه سویډ-ډنمارکي افراط پال راسموس پالوډن په سپیر لاس په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې په انقرې کې د سویډ د سفارت په وړاندې غونډه جوړه کړه او په لوړ غږ سره ئې د قرآن تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3486800    خپرونې تاریخ : 2023/01/25

د قران دتلاؤت هنر/22
ایکنا-(تهران) عبدالعزیزعکاشه دمصر یو نامتو قاری دی چې توانیدلی ،د قرآن کریم په تلاؤت او قرائت کې په یوې خاصې رودې سره شهرت او تل پاتیکیدا پيدا کړي.په هغو کې یو دا چې قرائت یوه چورلیزي معنا درلوده او خپل انداز ئې د قرآن له معنا سره یو شان بدلوه.
د خبر لمبر: 3486799    خپرونې تاریخ : 2023/01/25