قرآنی خبرونه - پاڼه 101

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د مصر یو تکړه قاری عبدالناصرحرک  په افریقا کې  د مایوت ټاپو وزمه هیواد دمسلمانانو په ټول کې په شتون سره د مریّم سورې د ۲۷ او ۲۸آیت تلاؤت وکړ چې  کلیپ ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.
د خبر لمبر: 3486798    خپرونې تاریخ : 2023/01/24

ایکنا-(تهران)په ملایشیا کې له رستو فاؤنډيشن سره اړونده دقرآن کریم د چاپي ځای یا ؛نشر القرآن؛خپروندوئ کمپلیکس چې په ختیځي آسیا کې د قرآن دچاپ ترټولو لوي مرکز په توګه حسابیږي ،نن سباد قرآني هنرونو دنړیوالې جشنوارې کوربه دی او له درستې ملایشیاڅخه ئې د قرآن او  د قرآنی هنرونو مینه وال او عاشقان ځان ته جذب کړي دي.
د خبر لمبر: 3486797    خپرونې تاریخ : 2023/01/24

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی شورا مشر په سویډ کې د قرآن کریم  له سپين سترګیتوبه ډکه بې احترامي په کلکه محکومه کړه او  وې وئيل، د سویډ سیاستوالان دغه پلان او ښکار اسلام ضده پروسه  د بیان د آزادۍ ددروغجنې ډنډورې ترشا نشي پټولی.
د خبر لمبر: 3486795    خپرونې تاریخ : 2023/01/24

د قرآن د تلاؤت هنر/21
ایکنا-(تهران)طه الفشنی د مصر یو غوره قاری ااو استاد دی چې پر مسلمانانو سربیره غیر مسلمانان ئې هم په زړه پورې غږ سره دلچسپی لري او  د هغه اجرا دومره جذابه او پياوړي وه چې حتی دمصر سیاستوالان هم  ورسره ګروهمن شوي وو.
د خبر لمبر: 3486792    خپرونې تاریخ : 2023/01/24

ایکنا-(تهران)په مسکو کې د ارتودوکس عیسویانو د ټولنې د اړیکو مشر په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران سوځېدا یوه وحشي چاره او نه منونکی اقدام وباله او په کلکه ئې محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3486791    خپرونې تاریخ : 2023/01/23

قرآن څه وائي/45
ایکنا-(تهران) داسې مختلفیې لیدتوګې شته چې په انسانانو کې د ؛دین ؛په توګه مطرح شوي او یو شمیر پیرو کار لري. ددې په باب چې کوم دین حق دی ،مختلف مطلبونه مطرح شوي چې د قرآن له نظره دغه موضوع د توجه وړ ده.
د خبر لمبر: 3486789    خپرونې تاریخ : 2023/01/23

ایکنا-(تهران)د ایران خارجه وزیرامیر عبداللهیان جوته کړه د اروپا پارلیمان احساسي فیصله کړی ده په هغوکسانو چی دغه کار یې کړی دی عقلانیت واکمن نه وو .
د خبر لمبر: 3486784    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

ایکنا-(تهران)د ترکیې د دیني چارو د ادارې مشر د قرآن کریم له درستو مینه والو وغوښتلڅو په سویډ کې د قرآن په سوځونې په سخت اعتراض کې دې ددغه هیواد په جوماتونو کې شتون ولري او سخت اعتراضونه او غونډې جوړې کړي.
د خبر لمبر: 3486783    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

ایکنا-(تهران)د جنوب ختیځي آسیا په حوزې کې دعراق کلتوري سلایارې احلام نعمه الفته  ووئیل،د ځينو کسانو لباره  نورو هیوادونو ته تلل ممکنه ده آسان نه وي،خو د ملایشیا د قرآني جشنوارې  ترسره کیدا دا فرصت ټولو خلکو ته برابروي،چې دلته راشي او له نړیوالو هنري آثارو سره بلد شي.
د خبر لمبر: 3486782    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

قرآني سورې/58
ایکنا-(تهران) په قرآن کریم کې له حقیقي مومنانو غوښتل شوي څو له ؛حزب الله ؛سره یو ځای شي.که څه هم د ؛حزب ؛ټکی  نن سبا په یوه  اعتقادي –سیاسی ټکي بدل شوی دی،خو دقرآن کریم له نظره، دغه ټکی  له یوه فکری او دیني فضا سره اړونده دی او کوم خاص توکم او ژبې سره نه اړوندیږي،پر دې اساس هر انسان ددنیا په هرځاي کې چې وي، د ؛حزب الله ؛ غړی کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3486781    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

ایکنا-(تهران)د پيغمبر اکرم (ص)د ترټولو لوئې موسوعه (دایرةالعمارف) مخ کتنه پرون سهار د ملایشیا په پوتراجایا کې د رستو قرآني هنرونو د نړیوالې جشنوارې په نندارتون کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3486776    خپرونې تاریخ : 2023/01/21

ایکنا-(تهران)هادی اسفیدانی،امیدرضا  رحیمي  اومحمد پورسینا د سړیو په برخې کې او غزاله سهیلی زاده،رویا فضایلی او عادله شیخي د میرمنو په برخې کې په ترتیب سره د تحقیق،دټول قرآن حفظ او دترتیل د قرآئت په څانګو کې د قرآن د عمومی سیالیو په پنځه څلویښتم پړاؤ کې لومړۍ لمبر ترلاسه کړ.
د خبر لمبر: 3486767    خپرونې تاریخ : 2023/01/18

ایکنا-(تهران)د خدای بخښلي استاد محمود صدیق المنشاوي زوی  شیخ صدیق محمود صدیق المنشاوي  دمصر په حامدیه شاذلیه  جومات کې، د خدای بخښلي استاد عبدالباسط د زوي د یاد او خاطرو په دستورو کې  د ابراهیم سورې د ۲۳آیت په زړه پورې تلاؤت کړی دی دی.
د خبر لمبر: 3486764    خپرونې تاریخ : 2023/01/17

قرآني سورې/57
ایکنا-(تهران) انسان له  ماشوموالي رانیولې تر بوډاتوب پورې مختلفو مرحلوڅخه تیریږي. دغه مرحلې   د عمر د ځانګړنو او شرائطو په د لیل  له یوه بل سره  توپیر لري. د مثال په توګه، په ماشوموالی کې  تل په لوبو  بوخت وي او کله چې  انسان لوي کیږي، نو هڅه کوي خپل ژوند پراخ کړي او هڅو ته مخه کړي.
د خبر لمبر: 3486762    خپرونې تاریخ : 2023/01/17

ایکنا-( د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د سیالیو د پنځلسو ایرانیو او دوو بهرنیو قضاؤت کونکو قاضیانو نامې  اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3486741    خپرونې تاریخ : 2023/01/12

قرآنی سورې/55
ایکنا-(تهران)خداي تعالی د انسان په اختیار کې ډير زیات نعمتونه ورکړي دي؛خو انسانان په ښه ډول د دوي دخالق قدردان نه دي  او یا خیال کوي،خداي تعالی خپلو بندګانو ته اهمیّت نه ورکوي.
د خبر لمبر: 3486737    خپرونې تاریخ : 2023/01/11

ایکنا-(تهران) ددایران د اسلامی جمهوریت د  قرآن دنړیوالو سیالیو دمقدماتی مرحلې قضاؤت  دمرغومې دمیاشتې له درویشتمې نیټې په مشهد کې پيلیږي  او دجیووري پلاوی یا قاضیان به  دسیالیوپه دغې مرحلې  کې د ګډون کونکو یو سل څلور څلویښت  قاریانو تریوې اونۍ پورې  ارزونه وکړي.
د خبر لمبر: 3486736    خپرونې تاریخ : 2023/01/11

ایکنا-(تهران)په لبنان کې ددینونو او کلتورونو دخبرواترو د مرکز مشر دینی مرجعیّت مقام ته د فرانسې د شارلي ابدو سپکاوی کلتوری ترهه ګري او د دینی او انسانی ارزښتونو د اصوول  او قوانینو خلاف ورزي وبلله او ټينګار ئې وکړ،فرانسې دې سملاسي ددغه سپير اوبې شرمه اقدام لپاره بخښنه وغواړي.
د خبر لمبر: 3486730    خپرونې تاریخ : 2023/01/10

قرآن څه وائي/43
ایکنا-(تهران)په خپګان،تریخجن دوران او ناامیدئ کې ژوند هیڅوک نه خوښوي او ژوند  یوازې ژوندي پاتیکیدل نه دي،بلکې ژوند له خوشالۍ رضایَت او نیکمرغه سره یو ځای ښائي چې دغه شان ژوند حسابولی شو. په دې مینځو میان کې قرآن کریم د هغه کسانو خبره کوي چې هیڅکله هم نه مري.
د خبر لمبر: 3486724    خپرونې تاریخ : 2023/01/09

ایکنا-(تهران) د موریتانیا ولسمشر محمد ولد شیخ الغزواني د هغو نندارتونونو د ټولګې د لیدو په وخت چې په ۲۰۲۳کال کې د اسلامی نړۍ دکلتوري پلازمینې ؛نواکشوت ؛د فعالیتونو په چوکاټ کې ترسره کیږي،په موریتانیا کې ئې له قرآني آثارو سره  د اړونده  نندارتون کتنه هم وکړه.
د خبر لمبر: 3486716    خپرونې تاریخ : 2023/01/07