iqna

IQNA

بچوې
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود نن سهار د  ایران د اسلامی شورا له  او استازو سره په کتنې کې ټینګار وکړ چې د ملي یووالي ساتل  اوس  تر بل هر وخته زیات  اړین دي او د سلیقَوي، سیاسي او کاري  اختلافاتو راپورته کول، د شخړو او نیوکو په بڼه  له بل هر  وخته  زیات تاوان رسوي  . هغه زیاته کړه: لکه څنګه چې مونږ په په کرتو  ویليدي ، په بنسټیزو مسئلو کې باید له هېواد څخه یو غږ راپور ته شي  او ملت او سیاسي او مدیریتي ټولګه  باید د یوه  لاس په څېر یو موټی وي.
د خبر لمبر: 3491259    خپرونې تاریخ : 2025/06/11

ایکنا - د ایران ن د اسلامی شورا مشر روښانه کړه،اسلامی هیوادونه او اسلامی امت دې د وحشي صهیونیسټي رژیم د وحشیتوب او جنایتونو د مخینوي لپاره دې سره یو موټی شي، او په  اقتصادی بندیزونو سره دې په سیمې  کې ددغه جنایتکار رژیم  حیاتي رګونه دې غوڅ کړي.
د خبر لمبر: 3490051    خپرونې تاریخ : 2024/10/23

ایکنا - د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  نن د پارلیمان په څرګندې ناستې کې ووئيل، د انسان ضده  او جنایتکار صهیونیسټي رژيم وحشیتوب او جنایتونه  هیڅ حد او پوله نه لری، دغه بې شرمه  رژيم په التابعیّن  مدرسې  کې په فلسطینیو  کډوالو باندې په حملې سره  چې د سهار په لمانځه بوخت وو، یو ځل بیاثابته کړه چې صهیونیسټان د بشریّت پر ټنډې د بې ننګئ داغ دی او د زور له ژبې پرته په بل  هیڅ ژبې نه پوهیږي.
د خبر لمبر: 3489675    خپرونې تاریخ : 2024/08/11

ایکنا -  د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده،څه شک نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت په هوښیار او کوټلي ځواب سره  د ایران د ولس، د مقاومتي مبارز ځواک او د نړۍ د آزادي غواړو د خولې خوند هماغه شان خوږ شي، چې دغه رژيم په تیره بیا د دوي ملاتړي هیواد امریکابه پخپلو کړو پښمانه اوا مجبوره کړي چې خپل محاسباتي نظام سم اصلاح کړي څو یو ځل بیا د سیمې د سولې او دځان دامنیت لپاره تاوان  رامیځةکونکي تیروتنه  ونه کړي
د خبر لمبر: 3489638    خپرونې تاریخ : 2024/08/04

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او د اسلامی شورا مشر د د شعبانیه نیکمرغه اخترونو اود اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ملی ورځې په مناسبت پخپلو جلاجلا پیغامونو کې وئيلي دي،سپاه پاسداران د ایران د ملت سترګې او مشال، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ډاډ دي.
د خبر لمبر: 3486948    خپرونې تاریخ : 2023/02/25

ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ افتتاحیه مراسم پرون د فرورۍ په اتلسمه نیټه د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) له مبعث سره هممهاله په تهران کښې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3486917    خپرونې تاریخ : 2023/02/19

ایکنا-(تهران)د  ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي هم د حضرت عیسی مسیح(ع) د نیکمرغه میلاد مناسبت درستو موحدانو ته ددغې نیکمرغه ورځې په مناسبت له پاک خدايه نیک او بریالی ژوند او سلامتیا غواړي.
د خبر لمبر: 3486652    خپرونې تاریخ : 2022/12/25

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقرقالیفاف ووئيل،د جهاد اسلامی حرکت ثابته کړه چی د اسلامي مقاومت هره برخه په یوازې سر د غلیم د ارادې د ماتولو توان لری او نن د مقاومت د ټولو ډلو د باور او یوزړه والی په سیوره کی له بلې هرې ورځې د غاصب دښمن زوال نږدې دې .
د خبر لمبر: 3486105    خپرونې تاریخ : 2022/08/14

تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامي شورا  مشر وويل،د ايران او پاکستان چارواکو په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له يو بل سره راشه دیرشه لرلي چې دا چاره د ملتونو او حکومتونو د نزدې تعلقاتو د ژوروالي ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3485458    خپرونې تاریخ : 2022/02/23