زمونږ خبریال د رهبرۍ د ستر مقام د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د اسلامی شورا له مشر و استازو سره په کتنه کې، د نړۍ د قانون جوړونکې جرګې یا پارلیمانونه ، د حقوقي وزن له پلوه ورته وبلل ، خو ټینګار ئې وکړ چې د نړۍ د جرګو په اړه د قضاوت اصلي معیار د هغوي حقیقي وزن دی، یعنې موخې، د حرکت لور او دریځونه دي. له دې اړخه، د ایران د اسلامي شوراځائيګی او شأن په نړۍ کې بېساری دی. البته، د دې باوقار او شرافتمند مقام دوام او بقا لوازمات او کړه ناکړه لري چې د پارلیمان استازي باید ورته ژمن وي.
حضرت آیتا...العظمی سید علي خامنهاي د خپلې وینا په پیل کې نیکمرغه غدیر اختر د ټولې اسلامي نړۍ لپاره واقعاً ستر او د پراخو اسلامي معرفتي مضامینو درلودونکی نیکمرغه اختر وباله او دا مبارکه ورځ او د امام هادي علیه السلام نیکمرغه زوکړې په مناسبت ئې د ایران ستر او شریف ملت ته مبارکي وویله.
هغه د نړۍ د قانون جوړونکو جرګو یا پارلیمانونو حقوقي شأن د قانون د ستر شأن له امله یو شان وباله او زیاته ئې کړه: قانون د بشري ټولنې د ژوند بنسټیز شرط دی او له عقلي پلوه، هغه قوانین چې د ډله ایز عقل په واسطه او د یو ملت د ټاکلو استازو له خوا وضع کېږي، لوړ اعتبار او ارزښت لري.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران د ملت بېساري استقامت او صراحت د لویو قدرتونو د بېځایه خبرو او تپونکو سیاستونو پر وړاندې او د امام خمیني د رحلت د کلیزې د مراسمو او د سلواغې د میاشتې د ۲۲ په لاریونونو کې د ولس پراخ او ولولناک شتون ،سره له دې چې د ارواښاد امام او اسلامی انقلاب پر ضد بېشمېره پروپیګنډې او تبلیغات موجود دي، د ملي اقتدار او پَخې ارادې څرګندې نښې وبللې او و ې ویل: دا اقتدار باید د استازو په دریځونو، د قوانینو او د وګړو په منلو یا ردولو کې څرګند شي، چې البته دا ځانګړنې تر ډېره حده په پارلیمان کې کې موجودې دي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ملي یووالي د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل ؛نن سبا دا کار تر بل هر وخته زیات اړین دی او د «سلیقوَي، سیاسي او کاري» اختلافاتو راپورته کول د شخړو او نیوکو په بڼه تر بل هر وخته ډير تاوان رسونکي دي . هغه زیاته کړه: لکه څنګه چې موڼږ په کرتو وئيلي دي،، په بنسټیزو مسایلو کې باید له هېواد څخه یو غږ راووځي او ملت او سیاسي او مدیریتي مجموعه باید د یوې لاس په څېر یو موټی وي.
هغه د قواوو د مشرانو ترمینځ همغږي او ګډې ناستې د هېواد د مسایلو د حل لپاره مناسب فرصت وباله او وې ویل: د ځینو پړاؤنو په اپوټه چې زمونږ د وړاندیزونو، لکه د مسایلو په ناستو کې حل او د اختلافاتو عمومي فضا ته ئې نه راوړل، ښه هرکلی نه کاوه، اوس د قواوو ترمینځ نسبي همغږي شته چې باید وساتل شي او د جبهېنیونې او د جرګې د لوډسپیکر د اختلافاتو د منعکس کولو د وسیلې ګرځېدو مخه دې ونیول شي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ناسمو یا تور لګونکو څرګندونو په وړاندې یو موټی، پياوړی او کلک غبرګون د استازو یوه بله دنده او د انقلابي شونې یو مثال وباله.
ددغې کتنه کې په پیل کې دد ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلي قالیباف د تېر کال د ملت د منتخبو استازو د مهمو کړنو او د مقننې قوې د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او وې ویل: زمونږ له حکومت سره د مسئولانه ملګرتیا اساس د اسلامی نظام کلي سیاستونه او د اووم پرمختیائي پروګرام د تحقق لپاره هڅې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4287656