ایکنانیوز د مجلس له قوله راپور راکړی ،د ایران د اسلامی شورا مشر ووئيل، د شهید اسماعیل هنیّه د تورر په باب د اسرائيلو نسل وژونکي رژیم ته د ایران د اسلامی جمهوریت هوښیار او کوټلی ځواب به د مقاومتي ځواک ، د ایران د ملت او د نړۍ د آزادي غواړو خولې خوږې کړي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی شورا مشر نن د پارلیمان د غونډې په پی لکې روښانه کړه،د ایران د اسلامی جمهوریت د دولسمشر د لوړې په دستورو کې ددینی ولسواکۍ د جشن خوږلښت، د مقاومتي چورلیز د سیاسی او عملیاتي قوماندانانو په شهادت سره په تریخ خوند بدل شو ،په تیره بیا د اسماعیل هنیّه شهادت چې د ایران د اسلامی جمهوریت میلمه ؤ او په تهران کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په یوې حملې کې شهید شو.
د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده،څه شک نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت په هوښیار او کوټلي ځواب سره د ایران د ولس ، د مقاومتي مبارز ځواک او دن ړۍ د آزادي غواړو د خولې خوند هماغه شان خوږ شي ، چې دغه رژيم په تیره بیا د دوي ملاتړي هیواد امریکابه پخپلو کړو پښمانه اوا مجبوره کړي چې خپل محاسباتي نظام سم اصلاح کړي څو یو ځل بیا د سیمې د سولې او دځان دامنیت لپاره تاوان رامیځةکونکي تیروتنه ونه کړي