ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د «میناب ۱۶۸» په نامې سره د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر له زوریخ ښار ته تر رسېدو وروسته په خپلې ایکس (X) ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: «د میناب مظلوم ماشومان او د ایران د ګران هېواد ټول شهیدان هره شېبه زما پر اعمالو او چلندونو ناظر ګڼم.
قالیباف زیاته کړه:«هغوی مونږ ویني او له موږ څخه تمه لري. خدای دې وکړي چې د مظلومو شهیدانو او د ایران د ملت پر وړاندې خیځل نه شم او په سپین مخ خپلو یارانو سره یوځای شم؛ هغو یارانو سره چې د لیدلو لپاره ئې شېبې شمېرم.»
له ښاغلي قالیباف سره په دغه مرکچي ټیم کې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي،د ملي امنیت د عالي شورا د دارالانشاء د نړیوالو چارو مرستیال علي باقري کني، د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي، د تیلو د وزارت مرستیال او د ایران د تیلو د ملي شرکت مشر حمید بورد، د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي، او دمرکچي ټيم ویندوي اسماعیل بقايي ملګرتیا کوي.
داپه داسې حال کې دي چې وئیل کیږي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان د پوځ مشر قوماندان فیلډ مارشال سید عاصم منیر هم د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمینځ په تخنیکي مذاکراتو کې د ګډون لپاره د سویس بورګناشتوک ښار ته رسیدلی دي .
https://www.irna.ir/news/86188408