ایکنا-(تهران)په عراق کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې میرمن جنین هنیس پلاسخارت،چې کربلا ته تللې وه،د لیندۍ یا قوس د میاشتې په شلمه نیټه د حضرت امام حسین علیه السلام په پاک حرم کې حاضره شوه ،زیارت ئې وکړ او دحسینی مقدس آستان له شرعي متولي شیخ عبدالمهدي کربلائي سره ئې لیده کاته وکړل.
د خبر لمبر: 3486594 خپرونې تاریخ : 2022/12/13