سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ، د جون په ۱۴ په ولسمشرۍ ټاكنو كې د ايران د ملت پراخ ګډون، د دښمنانو د دسيسو د ناكامۍ سبب وباله .
د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، آيت ا... احمد خاتمی ددې خبرې په كولو سره چې له اسلامی انقلابه وروسته د ايران ملت د خپل برخليك د واكمنۍ تجربه وكړه وې وويل،د ايران خلك د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د تيرو په شان په پراخ ګډون سره،د دښمنانو دسيسې شنډوی، او د نړۍ د انقلابيونو او د ايران د اسلامی انقلاب مينه وال هيله من كوی.
هغه په دې په ټينګار سره چې په ټاكنو كې هر كانديد ته رايه ، اسلامی جمهوری نظام ته رايه ده ، زياته كړه،دښمنان د نظام د نظر وړ په توګه د ځانګړی نوماند په معرفی كولو سره نيت لری چې د برياليتوب په بڼه داسې القا كړی چې د ايران ټاكنې آزادې نه دی، او كه بريالی نشی نو ووايی چې د ايران خلك له اسلامی نظام څخه لرې شوی دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې اسلامی نظام په ټاكنو كې د كوم ځانګړی كانديد ملاتړ نه كوی ، كانديدان قانونمندۍ او قانون ته د احترام لپاره وبلل او وې ويل، له ټاكنو وروسته كانديدان هر ډول اعتراض ، له قانونی لارو تعقيب كړی.
ښاغلی خاتمی كانديدانو ته د مساوی حق وركولو په هكله د راډيو تلويزيون د چلندپه قدرونې سره ،د كانديدانو او دهغوی د پلويانو له لوری، د تيرو حكومتونو تر پوښتنې لاندې راوستلو او تور ښودلو او د دروغو ايشواګريو ، تخريب او بد اخلاقيو په ډډه كولو هم ټينګار وكړ.
هغه د ۲۰۱۲ كال په جون مياشت كې د ايران په خلاف د لويدیځ سختو بنديزونو او د امريكا د ولسمشر دې خبرې ته په اشارې سره چې ويلی یې وو يوه مياشت وروسته ايران تسليمیږی،ټينګار وكړ،ايران ديوالی شوی هيواد نه دی، او د ايران ملت له هغه وخته وروسته په ځلونو له اسلامی جمهوری نظام سره خپله وفاداری اعلان كړې او او له امريكا یې هم كركه څرګنده كړې ده .
1238880