کد خبر: 1274792
تاریخ انتشار : ۲۸ مرداد ۱۳۹۲ - ۱۰:۰۵

په بهرنې سياست كښې بايد عقلانی، دقيق او منطقی عمل وشی

د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاكټر حسن روحانی نن په تهران كښې د ايران د پخوانې خارجه وزير د مخه ښه او د نوی خارجه وزير د معرفۍ په دستورو كښې وويل، د ايران په بهرنې سياست كښې له هر ډول تيروتنې ډډه كول اړين دی او په دې زمينه كښې بايد عقلانی،دقيق او منطقی عمل وشی.


سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاكټر حسن روحانی نن په تهران كښې د ايران د پخوانې خارجه وزير د مخه ښه او د نوی خارجه وزير د معرفۍ په دستورو كښې وويل، د ايران په بهرنې سياست كښې له هر ډول تيروتنې ډډه كول اړين دی او په دې زمينه كښې بايد عقلانی،دقيق او منطقی عمل وشی.


د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر حسن روحانی وويل،د ايران د ملت د ګټو په تعقيبولو كښې يوه ذره هم بايد غفلت ونه شی، بهرنی سياست د شعر او شعار ځای نه دی .


ښاغلی روحانی وويل په بهرنې سياست كښې هر ډول تيروتنه د ايران د ملت د ګټو په تاوان ده ،بهرنی سياست داسی ځای نه دی چې څوك پكې ناسنجول شوی خبری وكړی ،دریځ غوره كړی او يا د بهرنې لورې په اړه مطلب مطرح كړی .


د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر زياته كړه د خارجه وزارت مسؤلان د ايران د ملت د حق او حقوقو آمانتداران دی ،له دې كبله كه پخپلو دریځونو كښې تيروتنې وكړی،نو بايد د خلكو ځواب هم ووايی .


هغه وويل د ايران خلكو د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې د بدلون غوښتنه وكړه،خو دغه بيا كتنه په دې معنی نه ده چې د بهرنې سياست په اصولو كښې دې بدلون راشی، بلكه روده او كړچار بايد بدل شی.


ښاغلی روحانی د ايران د پخوانې خارجه وزير صالحی دهڅو قدرونه وكړه اويی ويل د اټومی انرژۍ د ادارې د مشر په توګه د هغه په ټاكلو خوشحاله دی .


هغه وويل د ايران خارجه وزارت د نوی خارجه وزير محمد جواد ظريف تخصصی برخه ده او د بهرنې سياست په ډګر كښې اوږده مخينه او تجربه لری .


1274624


captcha