د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د اسلامی ایران ولس مشر حسن روحانی په وینا د نړۍ تر ټولو خطرناک ترهګر اوس مهال په سوریه کې راټول شوی او ایران له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستنې سره هڅه کوی چې سوریه او سیمې له دې تحمیلې جګړې وژغوری .
ښاغلی روحانی هیله مندی وښوده چې د ایران او سورېې اړیکې په ټولو برخو کې لا ډیرې پیاوړې او ټینګې شی .
د سوریې لومړې وزیر ښاغلی وایل الحلقی هم له پنځه جمع یو ډلې سره د ایران په موافقې د خوښې له څرګندولو سره په څنګ کې د بوشهر د زلزله ځپلیو کورنیو، تسلیت ولس مشر او د ایران ملت ته ووایه.
1326091