
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «Keighley News»، ېی نقلوی چې په دې مقابلو او سیالیو کې لږ تر لږه د کیثلی ښار سلو (100) محصلینو چې هم پکښې هلکان وو او هم پکښې جینکۍ وې، ګډون وکړ او په پاې کې د انعامونو په ورکولو سره د دې محصلینو قدرونه وشوه.
د مرکزی جومات د خلاصو دروازو په نوم د ورځې لمانځلو مراسم ،چې د بردفورد ښار د کیثلی ښار ستر جومات دی د دینونو تر مینځ اوونۍ د تر سره کولو یوه برخه وه چې د کیثلی ښار د اسلامی اتحادیې په همکارۍ سره د د مختلفو دینونو د منونکو تر مینځ د نږدیکیدا په موخه تر سره شوی وه.
د دینونو تر مینځ د همفکرۍ او نږدیکیدا په اوونۍ کې نور مختلف پروګرامونه هم تر سره شو لکه د جومات مختلف برخې لیدنه ، د قران پاک د قرائت مجلسونه د اسلامی شعرونو مشاعرې او د مختلفو مسایلو په اړه د پوښتنو او ځوابونو ناستې هم شاملې دی.
1325997