
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له فلسطینی خبری اژانس معا یې نقلوی چې د فلسطین دغه کورنۍ د غزې په دیر البلح سیمې کې وسیږی او ښاغلی عصام یوسف چې د دوی پلار دی خپل ټول توان یې د بچیو د قران د حفظ کولو په لاره کې لګولې دی.
ښاغلی سلیمان 19 کلن، ښاغلی ابراهیم او ښاغلی عبیر 18 کلن، ښاغلی هارون 16 کلن، ښاغلی عیسی 14 کلن او ښاغلی موسی 13 کلن، فلسطینی وروڼه دی چې د کورنۍ په مرستې سره یې د قران شریف ټول حفظ وکړ.
د دوی پلار په دې هکله وایی: زه په زلمیتوب کې د یو ساده مزدور په توګه په نیواکی فلسطین کې لګیا ؤم بیا مو د ښوونې کار پیل کړ او قران سره مو د مینې په وجه خپل زامن مو له هماغه کوچنی توبه د قران د حفظ کولو مرکز ته ولیږل.
ښاغلی یوسف زیاته کړه چې د خدای پاک ډیر شکر ګزار یم چې زما شپږو زامنو د قران پاک ټول حفظ وکړ او دا کار یې یواځې په دوو میاشتو کې سر ته ورسوه.
دې شپږو وروڼو دا ارمان دی چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله ټول حدیثونه هم حفظ کړی او په نړیوالو سیالیو کې د خپل وطن فلسطین لپاره د ویاړ سبب وګرځی.
1336875