IQNA

په کویټه کې چاودنې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

0:16 - January 03, 2014
د خبر لمبر: 1349893
نړیواله ډلهک دغه چاودنه په شیعه زیارت والو شوې چې په ترځ کې ېې دری تنه شهیدان شوی او ۲۵ نور ټپیان دی. چې د یو شمیر ټپیانو حالت هم نازک ښودل شوی.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له الجزیره خبری چینل یې نقلوی چې په راپور کې راغلی له چاودنې وروسته دې بس موټر هم اور اخیستی او حمله کوونکو په مسافرو ډزې هم کړې دی .
 
مجلس وحدت مسلمن ګوند دا ترهګر عمل په کلکه غندلی . په کویټه کې په ځلونو په شیعه یانو ورته بریدونه شوی دی.
 
همداراز د پیښور په توحیداباد سیمه کې تیره شپه یوې بمی چاودنې درې تنه افغان کډوال وژلی او شپږ تنه یې ټپیان کړی دی.
 
د سیمې امنیتی مسوولین وایی، چاودنه هغه مهال وشوه، چې یوه مشکوکه ریکشا د افغان کډوالو له کمپ څخه د ښار پر لور روانه وه او د توحید اباد په سیمه کې په کې چاودنه وشوه.
 
د پېښور د بمونو د غېر فعالولو ادارې مسوولین وایی چې؛ په چاودنه کې ٨ کیلو ګرامه چاودېدونکی مواد کارول شوی وو چې؛ د ریموټ کنټرول په وسیله الوزول شوی دی.
 
توحید اباد"پهندو" د پېښور ښار شمال ته د افغان کډوالو د کیمپ پر لویه لار پرته سیمه ده، چې شاوخوا یې د افغان کډوالو ځینې کوچنی کمپونه هم شته، چې ډېرى اوسېدونکی یې د افغانستان د ختیځو ولایتونو وګړی دی.
 
د دې پیښې مسولیت تر اوسه چا نه دې منلې.
1349836
captcha