IQNA

د حزب الله استازې: امریکایان غواړی د فلسطین مسله هیره کړای شی

14:01 - January 18, 2014
د خبر لمبر: 1360477
نړیواله ډله: د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومی منشی ځانګړې استازې او دسیاسی شورا مشر په دغه کنفرانس کښې وویل آمریکایان غواړی د فلسطین مسله هیره کړای شی او هغه د اسلامی امت له لاسه وباسی.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس، د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومی منشی ځانګړې استازې  او  دسیاسی شورا مشر علامه سید ابراهیم امین السید وویل حقیقی خطر دادی،چې د سرونو د غوڅولو،د سینو د څیرولو  او په سوریه کښې د اسلام  په نامه عام وژلی په څیر جنایتونه  کیږی،څو د اسلام   ځیږه څیره وړاندې کړی،دا ډیره خطرناکه مسئله ده  چې باید اسلامی امت په انسجام سره هوښیار واوسی .
 د سوریی مفتی اعظم هم  په دغه کنفرانس کښې وویل  د اسلامی نړۍ اوسنی وضعیت  د اسلام امت لپاره حساس پړاؤ دی  چې  اسلامی امت له ایران څخه نور اخلی،ایران په اټومی وسلو پسې نه دی  او هغه کسان له دغو وسلو کار اخلی،چې  په هیروشیما، عراق په جنګ او  د ایران پرضد تپلی جنګ کښې یې دغه وسلی کارولی دی.
د دغه کنفرانس یو بل وینا وال هم د عراق دملی آېتلاف مشر وویل چې  تکفیری ډلی د اسلام اصلی دښمنی وبللی او زیاته یې کړه  ځینو کسانو او ډلو هڅه وکړه د عراق  الانبار ولایت  د دغه هیواد د اهل سنتو او اهل تشیع  د فتنې په مرکز بدل کړی،نو ځکه خو تکفیر د اسلامی امت اساسی دښمن دی او مسلمانان باید په یووالې او وحدت سره ورسره مقابله وکړی.
همدغه راز د تقلید مرجع آیت الله مکارم شیرازی  هم  په تهران کښې د وحدت اسلامی  ۲۷ نړیوال کنفرانس ته په  پیغام کښې تکفیری بهیرونه  او د اسلامی نړۍ پرضد  د دښمنانو دسیسې ،په اسلامی ټولنو کښې د اختلاف اصلی عوامل وبلل .
 

هغه په دغه پیغام کښې ټینګار کړی دی متاسفانه د سیمې ځینی عربی هیوادونه  د دښمنانو د دسیسو په لومو کښې نښتې دی  او  د نښتو، اختلاف اچونو، او جنګونو له عاملانو سره ملګری شوی دی

1359983

captcha