
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس، د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر د خبر له مخې، د ایران ولسمشر، حسن روحانی نن د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادی شوره په ۴۴مه غونډه کې وویل چې د ایران دولت د اعتدال او رغنده تعامل ولاړ دی او د څو اړخیزه سوداګرۍ د نظام په چوکاټ کې له هېوادونو سره ددوستانه او تلپاتې اړیکو ګروهنه لری او تل به په اقتصادی حوزه کې د منصفانه او برابر تعامل باوری وی.
روحانی همدارنګه وویل چې په نړیوال اقتصاد کې په وروستیو شپږو کالو بدلونونو او ټولو وچو کې پراخو ولسی اعتراضونو وښودله چې اقتصادی سیاستونه باید ټولنیز عدالت او د ټولو ګټې په پام کې ونیسی او یوازې هغه نظامونه او سیاستونه به پاتې شی، چې خلکو، هغه هم ټولو خلکو ته ګټه ورسوی.
د ایران ولسمشر په ایران کې د پانګې اچونې او اقتصاد نوی شرایطو د تشریح کولو ترڅنګ وویل چې د ایران اقتصاد نن د نویو بریالیو اقتصادونو په پرتله ترټولو ښه اقتصاد دی.
حسن روحانی زیاته کړه چې ایران پوره چمتوالی لری چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ژواک چاپېریال، اټومی بټیو د خوندیتوب، ګډې اقتصادی طرحې، سوداګرۍ پراختیا مسایل، د فلسطین د خلکو د حقوقو پرځایښت، په سوریه کې د انسانی غمیزې په مخنیوی کې، د فارس خلیج امنیت او له سخت دریځۍ او ترهګرۍ سره په مبارزه کې تعامل وکړی او ګډ عملی قواعدو او تلپاتې حقوقی رژیمونو ته لاس رسی پیداکړی.
د ایران ولسمشر زیاته کړه چې د منځنی ختیځ سوله او امنیت، په نړیواله کچه د اقتصادی اړیکو په پراختیا، ټولنیزې او کلتوری ملګرتیا، سره تړلی دی.