IQNA

عیسی قاسم: په بحرین کې دې اساسی او جدی اصلاحات رامینځته شی

18:16 - January 25, 2014
د خبر لمبر: 1366203
نړیواله ډله: د بحرین د عالمانو د شورا مشر شیخ عیسی قاسم پرون د جمعې لمانځه په خطبو کې خپلو روا حقوقو ته د رسیدا لپاره د بحرین د ملت هڅې، سرښیندنې او قربانیو ته په اشارې سره وویل د بحرین ملت د قانون حاکمیت او د ملت حقوقو ته د آل خلیفه رژیم د پاپندکیدا غوښتونکی دی.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له «صوت المنامه» یې نقلوی چې ښاغلی شیخ عیسی قاسم د دې خبرې په کولو سره چې د بحرین شخړه یوازې د ښاریزو د حقوقو د رعایتولو په اساس او د داخلی لارو  چارو په چوکاټ کې د حل وړ ده وویل د بحرین هغه چارواکی چې د دغه هیواد بحران د حل کولو مدعی دی باید د عملی اقداماتو په غوره کولو او عملی ګامونو پورته کولو سره دې خپلې ادعاګانې ثابتې کړی.



ښاغلی شیخ عیسی قاسم  په پرګنیزو  او قومی تعصوبونو مشتمل د آل خلیفه رژیم غیر منطقی سیاستونه د څو ګوڼو معیارونو شتون وباله او روښانه ئې کړه د ښاریزو اصلی معیار د هیواد د اوسنیو مسئلو د حل لپاره یوازنی معیار کیدلی شی.



د بحرین انقلابی ملت یو ځل بیا د پلازمینې منامې پشمول په درستو ښارونو او ښارګیو کې په اعتراضیه مظآهرو جوړولو سره د سیاسی بندیانو پر خوشی کیدا ټینګار وکړ  او دغه راز ئې د بحرین د ملت د وژلو  د عاملانو د قصاص د اجرا  او د عاملانو د محاکمه کولو  لپاره پخپلو غوښتنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.



1365736



 

captcha