د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له «صوت المنامه» یې نقلوی چې ښاغلی شیخ عیسی قاسم د دې خبرې په کولو سره چې د بحرین شخړه یوازې د ښاریزو د حقوقو د رعایتولو په اساس او د داخلی لارو چارو په چوکاټ کې د حل وړ ده وویل د بحرین هغه چارواکی چې د دغه هیواد بحران د حل کولو مدعی دی باید د عملی اقداماتو په غوره کولو او عملی ګامونو پورته کولو سره دې خپلې ادعاګانې ثابتې کړی.
ښاغلی شیخ عیسی قاسم په پرګنیزو او قومی تعصوبونو مشتمل د آل خلیفه رژیم غیر منطقی سیاستونه د څو ګوڼو معیارونو شتون وباله او روښانه ئې کړه د ښاریزو اصلی معیار د هیواد د اوسنیو مسئلو د حل لپاره یوازنی معیار کیدلی شی.
د بحرین انقلابی ملت یو ځل بیا د پلازمینې منامې پشمول په درستو ښارونو او ښارګیو کې په اعتراضیه مظآهرو جوړولو سره د سیاسی بندیانو پر خوشی کیدا ټینګار وکړ او دغه راز ئې د بحرین د ملت د وژلو د عاملانو د قصاص د اجرا او د عاملانو د محاکمه کولو لپاره پخپلو غوښتنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.