IQNA

روحانی: سیمه ایزې شخړې، په بې عدالتۍ او بې وزلۍ کې جرړې لری

20:51 - January 28, 2014
د خبر لمبر: 1367793
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د ملګرو ملتو له پخوانی سرمنشی کوفی عنان او ورسره پلاوی سره په کتنې کې وویل، سیمه ایزې شخړې په کلتوری، اقتصادی بې وزلۍ او بې عدالتیو کې او هم دا راز د دیموکراسۍ په نشتوالی او د بهرنیو عسکرو او د هغوی په لاسوهنو کې جرړې لری .


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس ښاغلی روحانی زیاته کړه تاؤتریخوالی، افراط پالنه او ترهه ګری په دغې سیمې کې یوه خورا ستره موضوع ده چې له دغو ستونزو سره سره   دبهرنیو  عسکرو دشتون له امله هم دغو مسئلو دنړیوالې ټولنې اندیښنې رامینځةکړی ډی



ښاغلی ډاکټر روحانی  په دې خبرې په ټینګار سره چې له تاؤتریخوالی، افراط پالنې او ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره باید د هغو ریښو ته پام وشی، په ملګرو ملتو کې له تاؤتریخوالی او افراط پالنې سره د مقابلې وړاندیز ئې په همدې باب وباله او  دې ته په اشارې سر ه چې ټول هیوادونه او د نړیوالو ټولنې نیوکه کونکی باید د دغه پریکړه لیک د اجرا لپاره مرسته وکړی هیله وښودله چې له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره مقابله یوه جوړښتی بڼه غوره کړی.



ښاغلی ډاکټر روحانی دې ته په اشارې سره چې په سورئې کې بې رحمه جنګ او وژلو هر انسان تر اغیزلاندې راوستی وویل باید په یووالی سره په سورئې کې د جنګ او وژلو د درولو  لپاره هڅه وکړو  او باید ترهه ګرو ډلو ته د سیمې د ځینو هیوادونو د وسلو او مالی مرستو د لیږدولو مخه ونیول شی او له دې سره یو ځای باید د سورئې له کړیدلو خلکو سره چې په سورئې داخل کې او که نورو هیوادونو ته کډوال شوی بشپړه مرسته وکړو



ښاغلی کوفی عنان هم په دغې کتنې کې د سیمې په بدلونونو او امنیت کې د ایران ټاکونکی رول ته په اشارې سره  وویل نړۍ باید د سورۍ د بحران لپاره یوه سیاسی حل لاره ولټوی  او د خلکو وژلو مخه هم ونیول شی.



هغه وویل دغه موضوع  باید دملګروملتو په امنیت شورا  او دسورئې دګاونډیانو  او په تیره بیا  دایران په غوره رول سره حل شی



1367709 

captcha