د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له پرس ټی وی چینل یې نقلوی چې د عراق وزیراعظم نوری مالکی نن د عراق له سومریه نیوز خبری سایټ سره په مرکه کښې وویل: عربستان د ترهګرۍ سرچینه ده او دا په داسې حال کښې دی چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په هکله په خپلو غلطیو اعتراف نه کوی ځکه چې قبیله ایزې ګروهنې لری.
نوری مالکی زیاته کړه: د قطر او ترکیې په شان ځینی نور هیوادونه هم په سوریه او عراق کښې د ترهګرو مالی او تسلیحاتی مرسته او ملاتړ کوی.
د عراق وزیراعظم ټینګار وکړ چې د موجودو رپورټونو له مخې ترهګر هڅه کوی چې په عراق او سوریه او د دغو هیوادونو په پولو کښې تش په نامه اسلامی حکومت جوړ کړی خو په دې کار به بریالی نشی.
په عین حال کښې د عراق د ملی امنیت پخوانی سلاکار موفق الربیعی هم وویل: عربستان په عراق، سوریې، یمن او مصر کښې د تاوتریخوالو عامل او د مینځنی ختیځ په سیمه کښې د ترهګرو حملو مسئول دی. موفق الربیعی له سعودی عربستانه وغوښتل چې د تکفیری افکارو له رواجولو ډډه وکړی.