د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له اطلاع رسولو مرکز «Palestine Info»، یې نقلوی چې ښاغلی اسماعیل رضوان اعلان وکړ چې په دې جومات د اسراییلو بمبارې دې جومات ته ډیر زیات تاوان رسولې ده او د اسراییلو دغه برید د نړیوالو قوانینو په ژرګنده خلاف ورزې ده. هغه نړیوال قانون چې د ټولو ملتونو د سپیڅلی ځایونو په احترام کولو ټینګار کوی.
د فلسطین د اوقافو او دینی چارو وزیر ټینکار وکړ چې اسراییل لپاره داسې اقدامات چې هره ورځ یې د مظلومو فلسطینانو په خلاف کوی څه نوی او تازه نه دی.
ښاغلی رضوان همدا رنګ له عربی او اسلامی هیوادونو وغوښتل چې زر تر زره دې د فلسطین د سپیڅلی ځایونو د دفاع لپاره اقدام وکړی او په فلسطینی مسلمانانو د اسراییلو تیرې څخه، په دفاع کولو کې خپل رول ولوبوی.
1369752