IQNA

واشنګټن ته له سفر سره په یووخت د سپينې ماڼې مخ ته د فلسطیني ملاتړو اعتراضیه غونډه

6:25 - July 29, 2026
د خبر لمبر: 3493095
مظاهره در واشنګتن
ایکنا- واشنګټن ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سفر سره په یووخت د فلسطین یوې ملاتړې ډلې د سپینې ماڼۍ مخ ته له اسرائیلو څخه د امریکا په ملاتړ باندې اعتراض کښې غونډه وکړه.

یکنانیوز  د آناتولی له قوله راپور راکړ،مظاهره چیانو په لاسونو کښې د فلسطین د بیرغونو په نیولو سره، له  اسرائیلي رژیم څخه د امریکا په ملاتړ باندې د نیوکې کولو لپاره پلې کارډونه لیږدول.

په ځینو پلې کارډونو باندې د «امریکا او د اسرائیلو جنګي ماشین بند کړئ » «په واشنګټن باندې د اسرائیلو نفوذ ایشوا کړئ» او د فلسطینیانو  د بشري حقوقو په شان شعارونه لیکل شوي وو.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ټرامپ او د اسرائیلو رژیم لومړی وزیر نتانیاهو نن په سپينه ماڼۍ کښې دوه اړخیزه کتنه وکړي.

دغه کتنه به د ټرامپ د ولسمشرۍ د دوهم پړاو له پیلیدا راهسې د ټرامپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو اتمه کتنه وي.

د اعلان شوي پروګرام پراساس نتانیاهو به د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره له کتنې وروسته د اسرائیلو رژیم د یوه زیات ملاتړي او د ریپبلیکن ګوند د مړه شوي  سناتور لینډسي ګراهم د درنښت په دستورو کښې ګډون وکړي

امریکا کلونه کلونه کیږي چې په غزې جنګ کښې له اسرائیلو رژیم څخه د ملاتړ په دلیل له پراخو نیوکو سره مخامخ ده.

د دغه راپور پراساس د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه د جنګ له پیل راهسې تراوسه څه د پاسه درې اویا زره کسان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي د اسرائیلو رژیم لخوا د فلسطین په غزې تړانګه کښې شهیدان کړې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4366650

captcha