د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «صدی البلد»، یې نقلوی چې د مصر د پلازمینې قاهرې د «امام حسین(ع)» جومات د اداری شورا مشر ښاغلی عباس شومان چې د الازهر مشر مرستیال هم دی پرون په یوې ناستې کې اعلان وکړ چې محصلانو او د قران نورو مینه والو د خدمت کولو په موخه باید علمی او د قران پاک د حفظ ناستې بیا شورو شی.
د امام حسین علیه السلام د جومات اداری شورا همداراز د مصر له اوقافو وزیر وغوښتل چې د دې جومات کتابتون هم په وړاندېنی شکل کې جوړه کړی او کوم کمیابه کتابونه چې نورو ځایونو ته وړی شوی دی بیا په تیره مصحف عثمان، دې جومات ته بیرته راوړل شی.
د امام حسین علیه السلام نومې جومات په 553 هجری شمسی کې د فاطمیانو د خلافت په وخت کې په قاهرې کې جوړ شو د دې جومات دننه یوه زیارت ده چې ویلی شی په دې ځای کې د حضرت امام حسین علیه السلام مبارک سر، خاورو ته سپارلې شوی ده.
1370366