د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له العالم خبری چینل یې نقلوی چې د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر ښاغلی حسن نصر الله بیګا په بیروت کې د شهید د ورځې د درنښت په مراسمو کې د مقاومت د شهیدانو د درنښت په ترڅ کې د مقاومت د محور له دومره کامیابیو وروستو د سیمې د اسلامی هیوادونو اوسنی حالت د امریکا او اسراییلو د خوښې وباله او زیاته یې کړه: هغه څه چې اسراییل او امریکا یې غواړی دا دی چې فلسطین او له اسراییلی دښمن سره مبارزه نه یوازې دا چې له لومړیتوبه ووځی بلکه داسې مرحلې ته ورسیږو چې کله ووایو فلسطینی خلک ووایی چې پرې موږدئ.
ښاغلی حسن نصرالله وویل چې ډیرو دا خیال کاوه چې په لبنان د اسراییلو حمله په لبنان کې د فلسطینیانو دشتون په وجه وه خو له لبنانه د پی ایل او د غړیو له وتلو وروسته اسراییل په لبنان کې هماغه شان پاتې شو او تر اوسیه یې ډیر جنایتونه کړې او تیاریده چې د لبنان په جنوب کې صهیونسټی ښارګی هم جوړ کړی.
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر وویل: که مقاومت نه وای اسراییل به په لبنان کې پاتې و ځکه چې اسراییل د لبنان په جنوبی سیمه سلطه غواړی او هغوی په لبنان کې د هیڅ ډلې او قوم خیر نه غواړی.
هغه اسراییلو ته په خبردارۍ ورکولو سره وویل: دښمن دې پوه شی چې د حزب الله ټول طاقت په ځای پاتې دی او په زیاتیدو دی.
1375962