IQNA

د کویت د قران د سیالیو غوره کسانو درناوې وشو

8:05 - February 21, 2014
د خبر لمبر: 1377710
نړیواله ډله: د کویت د قران د حفظ او د قرائت عمومی سیالیو د اوولسم پړاو غوره او تکړه کسانو، د چهارشنبه په ورځ د مراسمو په ترسره کولو سره درناوې وشو په دې مراسمو کې د کویت امیر ښاغلی شیخ صباح احمد جابر الصباح هم ګډون وکړ.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له خبری مرکز «KUNA»، یې نقلوی چې دا مراسم د کویت د اسلامی چارو او د اوقافو وزارت لخوا د دې هیواد په (بیان) ودانۍ کې ترسره شو. د کویت د محکمې وزیر په دې مراسمو کې خپلې وینا کې څرګنده کړه: دغه پروګرام اولسم کال ده چې پرله پسې تر سره کیږی او هدف یې د قران کریم ځوان او فعال حافظانو او قاریانو درناوی کول. هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې له 2600 (دوه زره شپږ سوه) زیاتو کسانو ګډؤن وکړ او په دې کې 1767 کسان اخیرې مرحلې ته ورسیدل. په دې مراسمو کې له هلکانو او جینکیو 173 غوره او تکړه کسانو درناوې وشو.

1377585

بچوې: قران،کویت
captcha