د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې چې د مصر د اطلاع رسونې ویب پاڼې " الیوم السابع " یې نقلوی چې د مرکزی افریقا سره صلیب پرون وویل له وړمې ورځې راهسې تر پرون سهار پورې په پلازمینې بانګوې کښې یولس (۱۱) مړی پیدا شوی دی .
د مرکزی اسیا سره صلیب چارواکو ټینګار کړی دی په دوې کښې ځینې مړی په چاقو سره ټوټې ټوټې کړې شوی او د دغو څاروی ډولو اقداماتو په رامینځته کیدا یې اندیښنه ښودلی ده .
دغه مړی د مرکزی افریقا جمهوریت په مسلمان میشته ؛پی کی 4؛ کوڅې کښې وروستیو ناکراریو ته اړونده دی .
د تیر میلادی کال له دسمبر میاشتې راهسې په مرکزی افریقا جمهوریت کښې څاروی ډوله تاوتریخوالی او فرقه ایز جنګونه زیات شوی دی .
په مرکزی افریقا جمهوریت کښې د نړیوالو ځواکونو په تیره بیا د فرانسې د عسکرو له شتون سره په دغه هیواد کښې تاوتریخوالی او د ملکی او بې ګناه خلکو وژله هماغه راز دوام لری.
1380664