IQNA

عربو اتحادیې صهیونسټانو ته خبرداری ورکړ

10:56 - February 28, 2014
د خبر لمبر: 1380842
نړیواله ډله: د عربو اتحادیې په خپل بیړنۍ ناسته کې چې پرون د مصر په پلازمینې قاهره کې تر سره شو، په الاقصی جومات د صهیونسټانو د بریدونو د پایلې له اړه خبرداری ورکړه.

د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پراساس چې له اطلاع رسولو مرکز الاهرام یې نقلوی چې د عربو اتحادیې په پرونۍ ناسته کې چې په قاهرې کې تر سره شوه  د فلسطین د حکومت د استازې د خبرو اوریدو ورسته په الاقصی جومات د صهیونسټانو د پرله پسې اقداماتو د ناوړه پایلو په اړه اسراییلو ته خبرداری ورکړ.
د دې ناستې په دوام کې د عربو اتحادیې اقدامات یې توکم پالونکی او پر الاقصی جومات د واکمنۍ او همدا راز د دې سپیڅلې مقام د روانولو لپاره سریزې په بللو سره دغه اقدامات محکوم کړل.
دې اتحادیې د اسلامی او عیسایی سپیڅلو ځایونو د سپکاوی کوونکی ټولو اقداماتو د پایلو عامل، د اسراییلو په ګڼلو سره اعلان وکړ چې د فلسطین د مسلې اواره کول د فلسطین د خپلواکه حکومت چې پلازمینه یې قدس وی، نه بغیر ممکنه نه ده.
ځینې راپورونه ښی چې د اردن د پارلیمان غړو هم د دې اقداماتو په غبرګون کې د اسراییلو سفیر د شړلو غوښتنه کړې ده.

1380637

captcha