د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز«البوابة نیوز»، یې نقلوی چې د الازهر مشر ښاغلی احمد الطیب تیره شپه د مصر ټیلیویژن ته په خصوصی مرکې تکفیریانو ته د نورو کسانو پر ضد د فتوو په صادرولو او عمدا او بې دلیله نور کافر ګڼلو د پایلو په اړه دې ډلګی ته خبردارې ورکړ.
شیخ الازهر څرګنده کړه چې بل چا ته د کفر نسبت ورکول یوازې د الله تعالی حق دی او نورو ته د کفر نسبت هله ورکولې شی چې یو یقینی دلیل ولری داسې دلیل چې سپیناوی او تفسیر ته اړتیا ونۀ لری.
هغه جوته کړه چې خلک یو مشخص کس ته د کفر نسبت نه شی ورکولې او اسلامی شریعیت په مطابق دا حق یوازې ولی فقیه ته دی.
ولې فقیه هم چې کیدای شی قاضی وی هله د یو کس په هکله د کفر فتوا ورکولی شی چې یقینی دلیل ولری او علم هم ولری.
1381472