د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، په دغې اعلامیې کې د اروپا پشمول په بیلابیلو هیوادونو کې د امریکا په پټو زندانونو کې د بندیانو شکنجې او خپل سری نیونو، د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د سلګونوبې ګناه ښځو او ماشومانو وژلو او د فلسطینیانو په ضد د صهونیسټ رژیم له جنایتونو ملاتړونو ته په اشارې سره راغلی دی، د بشری حقوقو څخه آوزاری استفاده به د دغې انسانی حوزې د ارزښتمند او اساسی کمزورتیا عینی مصداق وی.
د ایران د خارجه وزارت په اعلامیې کې روښآنه شوې ده، د ایران په باب د امریکا د خارجه وزارت راپور عموما د ایران د اسلامی جمهوری نظام په ضد د غړیدلو دلو د بې اساسه ادعاګانو په اساس برابر او د امریکا د حکومت د سیاسی موخو په چوکاټ کې برابریږی چې د درستې نړۍ د عمومی افکارو په وړانې هیڅ ارزښت هم نه لری
په دغې اعلامیې کې دغه راز ټینګار شوی، ایران تل اساسی قانون اونړیوالو ژمنو اواصولو ته دپابندۍ او همدرازا ددینی ژمنتیاؤ په اساس په ملی او نړیواله سویه د بشری حقوقو د لوړتیا په لاره کې لوړ ګامونه پورته کړی دی او په عمل کې هم ځان د دغو اصولو رعایتولو ته پابند ګڼی.
1381636