د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز الشرق یې نقلوی چې په دې قرانون کې د بقرې سورت په 21 ایت کې د »:«یَا أَیُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّکُمُ الَّذِی خَلَقَکُمْ وَالَّذِینَ مِن قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ؛ ای خلکو! د خپل رب، چې تاسو او ستاسو نه مخکې کسان یې پیدا کړی دی، عبادت وکړئ. ښایی چې ځان وساتئ. د «خلقکم» ټکې په غلطۍ سره «خلفکم» لیکلې شوی دی.
دا نږدې دوه سوه (200) قرانونه دی او تقریبا یوه میاشت وړاندې د یو ناپیژانده کس په لاس د عربستان د الخرمه سیمې په التقوی جومات کې ویش شول او پرون په دې جومات کې د غلطۍ ټکی یې کشف اوڅرګند شول.
په دې قرانونو کې د چاپ ځای او نوم او د څارنوالې کمیټۍ مهر چې معمولا په ټولو قرانونو کې موجود وی په دې کې نیشته.
1381669