د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم خبری چینل یې نقلوی چې د آل خلیفه رژیم پوځیانو د دغه هېواد د یوه دینی عالم پر کور د اور اچوونکو مرمیو په ویشتلو سره، د دغه عالم کور وسوځاوه.
د العالم خبری چینل د خبر له مخې، د بحرین د عالمانو اسلامی شورا په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې په پلازمېنه منامه کې د بحرینی عالم، شیخ غازی السماک د کور دننه ته د آل خلیفه رژیم د ځواکونو له خوا اور اچوونکې مرمۍ وویشتل شوې چې له امله یې د دې عالم کور اور اخیستی او ډېر زیان او تاوانونه ورته اوښتی دی.
1382256