IQNA

الازهر: تفکیری سوچ او تفکر، اسلامی نړۍ ګواښی

5:21 - March 04, 2014
د خبر لمبر: 1382553
نړیواله ډله: د مصر د الازهر او اوقافو ملایانو یو شمیر عالمانو، له هر ډول تکفیری تفکر سره د اسلام په مخالفت ټینګار وکړ او ویی ویل، تفکیری مفکوره اسلامی نړۍ ګواښی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «فیتو»،  یې نقلوی چې د  الازهر په پوهنتون کښې  د اسلامی څیړنو  د مرکز مشر محمد عبد العاطی د تکفیری تفکرو  د هر ډول خطر په باب خبرداری ورکړ او ویی ویل،د ځینو بې ګناه خلکو د نیولو تویول،چاودیدونکې عملیات او د تاسیساتو ورانول ،یو جنایتکارانه اقدام دی  او اسلام  له دغو ډول اقداماتو مبرا دی .
شیخ رفعت جابر  هم په التوبه جومات کښې  په وینا کښې وویل ،د اسلام شریعت  له هیواده  دفاع  فرض کړی ده  او څوک چې د هیواد د دفاع په لاره کښې  مبارزه کوی،د خدای په لاره کښې  شهید بلل کیږی .
نوموړې وویل،له هیواده ملاتړ یوازې  له تیریو سره په مقابلې پورې محدود نه دی ،بلکه  د هیواد له دښمنانو سره د تعامل نه کول  او د ځینو  په ګټه  د ډلبندۍ لپاره له هر ډول هڅې او فکر سره  مبارزه هم پکې شامله ده .
1382106

captcha