د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز شفقنا یې قطر الجزیرې چینل نقلوی چې په داسې حال کې چې اخوان المسلمین غورځنګ په قاهرې کې له امنیتی مامورانو سره د نښتو او ښکیلیدا په نتیجې کې د خپلو اوو پلویانو د وژلې خبر ورکړی دی.
العالم ټیلیوژنی چینل هم راپور ورکړ په مصر کې له مظاهرو او شخړو سره په یو وخت په قاهرې کې د پولیسو څو ګاډی هم سوزول شوی دی د مصر د نسکور شوی ولسمشر محمد المرسی په لسګونو پلویان په قاهرې کې له امنیتی ځواک سره ونښتل چې د تاؤتریخوالی په زیاتیدا سره زغرګاډی هم وخوځیدل او په واټونو کې دیره شول.
راپورونه ښئ پرون له جمعې لمانځه وروسته د مصر په بیلابیلو ښارونو کې د مرسی پلویانو مظاهرو ته مخه کړه چې امنیتی مامورانو ئې هم مخه ونیوله او سره ښکیل شول او یو ځل بیا د دغه هیواد واټونه د خلکو په وینو ولړل شول
له دې وروسته د پولیسو دغه کارونه او تیرې وغندل شو.
1383701