IQNA

د عراق د علمیه حوزې ددینی طالبانو د قران سیالۍ په کربلا کې پیل شوې

21:36 - March 09, 2014
د خبر لمبر: 1385028
نړیواله ډله: د دینی طالبانو د قران پاک د حفظ او قرائت د کلیزې سیالیو دوهم پړاو پرون د میلادی کال د مارچ د میاشتې له اوومې نیټې د امام حسین علیه االسلام د بارګاه د دارلقران په همکارۍ سره په کربلا کې پیل شوې.

 

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اسا س چې له اطلاع رسونې مرکز د امام حسین علیه السلام د زیارت له ویب پاڼې یې نیقلوی چې دا سیالۍ د عراق د دینی مدرسو د 150 طالبانو تر مینځ پیل شوې دی او سبا پورې به دوام ولری.
د امام حسین علیه السلام د مزار د دارلقران مرستیال ښاغلی سید مرتضی جمال الدین څرګنده کړه چې سږ کال په سیالیو کې د نجف اشرف ، کربلا او د بصرې او ناصریه او داسې نورو ولایتونو دینی طالبان، ګډؤن کوی، او ټولو ترې ډیر ښه هرکلی کړې دی.
هغه زیاته کړه چې دا سیالیۍ په دوو برخو حفظ او قرائت کې په دوو مرحلو کې ابتدایی او نهایی، د امام حسین علیه السلام د زیارت په خاتم الانبیاء صحن کې تر سره کیږی، او سبا به د دې سیالیو وروستې مراسم د عراق د حوزو د لوړو شخصیتونو په ګډؤن سره تر سره شی.
1384198

captcha