د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د ویب سایټ د رپورټ له مخې ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کښې د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسئولې کاترین شتون په کتنه کښې، له اروپا سره د اقتصادی اړیکو د راژوندی کولو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره وویل: د ایران حکومت هوډمن دی چې د بهرنی سیاست په ډګر کښې د اروپایی هیوادونو په شمول له ټولې نړۍ سره د ګډو ګټو او متقابل احترام په اساس رغنده تعامل ولری.
ولسمشر ایران ته د اشټون سفر له ایران سره د اروپایی اتحادیې د اړیکو د پراختیا لپاره د دغې اتحادیې د ارادې ښودونکی وباله او زیاته یې کړه: دا اړیکې له پخوا راهیسې تاریخی او دودیزې وې او نن سبا هم دواړه خواوې د ملګرتیا لپاره ډیرې ګډې زمینې، اهداف او ګټې لری.
ښاغلی روحانی همداشان د ایران او ۵+۱ ډلې ایټمی خبرواترو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له اوسنی پړاوه په سمه توګه په تیریدو سره به دواړه خواوې یوې ډیرې مهمې او سټراټیجکې مرحلې ته ورسی او کوې شی د انرجۍ او ټرانزټ په لړ کښې له یوبل سره سټراټیجکې اړیکې ولری.
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې کاټرین اشټون هم په دغه کتنه کښې په دې بیان سره چې د ۲۸اروپایی هیوادونو د ښه نیت په پیغام سره یې تهران ته سفر کړی دی، وویل: دا سفر د غیرایټمی مسائلو په هکله له ایرانی چارواکو سره د خبرواترو او د دواړو خواو ترمینځ د ملګرتیاو د پراختیا د پیلیدو لپاره یو ښه فرصت دی.
کاټرین اشټون ټینګار وکړ: اروپایی اتحادیه په سیمه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په اهمیت او رول باندې اعتراف کوی او غواړی چې له ایټمی خبرو سره په یو وخت له ایران سره په مختلفو زمینو په تیره بیا په اقتصادی او سوداګری ډګرونو کښې لااغیزمنې او مخ په وړاندې اړیکې ولری.
1384957