IQNA

د "امام رضا (ع) " نومې نړیوال فیسټیول کې اویا(70) هیوادونه ګډون کوی

21:17 - March 10, 2014
د خبر لمبر: 1385555
نړیواله ډله: د "امام رضا (ع) " د فیسټیوال مشر دا اعلان وکړ چې سږ کال به په دې فیسټیوال کې نږدې اویا هیوادونو استازې ګډون کوی.

د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس تیره ورځ د مارچ د میاشتې په اتمه نیټه د دې فیسټیوال مشر جواد جعفری د فیسټیوال د انتظامی کمیټۍ سره په ناسته کې څرګنده کړه چې د امام رضا علیه السلام نړیوال فیسټیوال د کلتوری چارو له مخه د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ویناوو په اساس تر سره کیږی.
همدا راز داسلامی کلتوری او روابطو سازمان مشر ښاغلی   "ابوزر  ابراہیمی  ترکمان " هم په دې ناستې کې وویل چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې موجود اسلامی ایران کونسل خانو ته دا پیغام رسولې دی چې دا فیسټیول په خپل کلیز پروګرام کې ولیکی  او په بهرنیو هیوادونو کې د داسې فسټیوال د تر سره کولو لپاره هر ممکن کوښښ وکړی.
1384771

بچوې: امام ، رضا
captcha