د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس تیره ورځ د مارچ د میاشتې په اتمه نیټه د دې فیسټیوال مشر جواد جعفری د فیسټیوال د انتظامی کمیټۍ سره په ناسته کې څرګنده کړه چې د امام رضا علیه السلام نړیوال فیسټیوال د کلتوری چارو له مخه د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ویناوو په اساس تر سره کیږی.
همدا راز داسلامی کلتوری او روابطو سازمان مشر ښاغلی "ابوزر ابراہیمی ترکمان " هم په دې ناستې کې وویل چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې موجود اسلامی ایران کونسل خانو ته دا پیغام رسولې دی چې دا فیسټیول په خپل کلیز پروګرام کې ولیکی او په بهرنیو هیوادونو کې د داسې فسټیوال د تر سره کولو لپاره هر ممکن کوښښ وکړی.
1384771