د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز البوابۀ نیوزیې نقلوی چې د الازهر مشر ښاغلی احمد الطیب سلاکار محمد مهنا دا اعلان وکړ چې د الازهر مشر د مسلمان عالمانو په دې غونډه کې (په اسلامی ټولنوکې د سولې ټینګیدا) تر عنوان لاندې په وینا کولو سره نننۍ حقیقتونه بیان کړل او د ملګرو ملتو په خپلو موخو کې د ناکامیدا عوامل یې هم اعلان کړل.
هغه زیاته کړه چې د نړیوالې سولې ګواښوونکې اصلی او خطرناک عوامل د امریکې د وټوحق او د هغه په ناوړه کارول دی.
هغه څرګنده کړه چې د امریکې د وټو حق چې د اسراییلو او فلسطینیانو سره اړونده دی د نړیوالې ترهګرۍ اصلی او هڅوونکې عامل دی.
شیخ الازهر د نړیوالې سولې لپاره خلک، د ملتونو د پیژنګلو، د مختلفو ښوونیزو پروګرامونو په وسیله د سولې، امنیت، ورورولۍ او د مینی د ارزښتونو ټینګیدا ته، وروبلل.
1385692