د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس عمان ته د اسلامی ایران د ولسمشر د سفر په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوې چې په دغې اعلامیې کې راغلی دی د ایران داسلامی جمهوریت او د عمان پاچائۍترمینځ د ورور ولۍ او دوستانه اړیکو د ژورتیا او پیاوړتیا لپاره او هم دا راز د سیمې د امنیت او سولې د پراخوالی لپاره د هر ډول هلو ځلو ملاتړ کوی.
په دغې اطلاعیې کې هم دا راز راغلی دی، دواړو ولسمشرانو په دغو لیدوکاتو کې د دوو اړخیزو اړیکو، د اسلامی نړۍ، سیمې او نړۍ د حالاتو او بدلونونو په باب هم غور او بحث شوی او د ډله ایزو ملګرتیاؤ په اساس په سیمې کې د تل پاټې امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره په څو چنده هلو ځلو هم ټینګار شوی دی.
په دغې اطلاعیې کې روښانه شوې ده دواړو لورو په سیمې کې د افراط پالنې او تاؤتریخوالی او پرګنیزو چلندونو د ودې خطرې ته په اشارې سره په سیمې کې د عقلانیت او اعتدال د روح په پیاوړتیا ټینګار شوی او دغه راز له تاؤتریخوالی او افراط پالنې پرته په نړۍ د ملګروملتو د پریکړه لیک د اجرا او ټینګتیا غوښتنه شوې ده.
په دغې اطلاعیې کې ویل شوی لوری له ۵+۱ ډلې سره د ایران د اسلامی جمهوریت په خبرو اترو کې د شویو موافقو په هر کلی سره تر نهائی موافقې پورې د خبرو اترو پر دوام ټینګار کوی.
1386648