د عراق د ناصریه ښار د دارلقران موسسې مشر او په عراق کې د قران خبری اژانس ایکنا خبریال ښاغلی «رعد عدنان شذر الناصری»، د دې خبر په اعلانولو سره وویل چې د نجف اشرف د قران کریم انجمن د فاطمه بی بی سلام الله علیها د شهادت د ورځو د رارسیدو په مناسبت د قران پاک د تلاوت خپل کلیز نړیوال دوهم محفل تر سره کوی.
هغه زیاته کړه چې په دې نړیوال محفل کې د اسلامی ایران نړیوال قاری ښاغلی حامد شاکر نژاد او دعراق نړیوال قاری ښاغلی سید حسنین الحلو ګډؤن کوی.
ښاغلی رعد عدنان شذر الناصری وویل چې دا نړیوال محفل د ماښام او ماسښوتن لمانځه نه پس، د نجف اشرف په حنانه جومات کې د قران د مینه والو په پراخ ګډؤن سره تر سره کیږی.