نړیواله ډله: د یورپ د قرانی سیالیو دوهم پړاو پرون د کب د میاشتې په درې ویشتمې نیټې د اسلامی ایران د اوقافو او خیر ښیګړې چاورو مشر ښاغلی محمدی په ګډؤن سره د جرمنی په اسلامی مرکز کې پیل شوې.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا یو راپور پراساس چې له یورپی څانګی یې نقلوی چېد دې سیالیو په افتتاحی مراسمو کې د اسلامی ایران د اوقافو او خیر ښیګړې چاورو مشر ښاغلی محمدی او نړیوال قرانی فیصله کوونکی ښاغلی احمد ابو القاسمی د ځانګړی ملمنو په توګه او د هامبورګ د اسلامی مرکز د دار القران لخوا تر سره شو.
د دې مراسمو په دوام کې د هامبورګ د اسلامی مرکز د دار القران مشر ښاغلی حجتالاسلام و المسلمین انصاری، دې سیالیو په اړه خبرې وکړې بیا د جرمنی د نور منقبت ډلګی منقبت وړاندې کړ او هم دا راز د سید محن میرباقری وینا هم د دې مراسمو له نورو پروګرامونو څخه دی.
1387275