د ادب او هنر ډله: دا کتابتون د نبوی(ص) جومات په لویدیځې برخې کې ده خو د کتابتون چارواک د مذهبی تعصب له امله په اسلامی نړۍ کې د شیعه ؤ پراخ او زیات تعداد په باوجود هم، له دې مذهب سترګې پټوی بلکه دا یو ګمراه مذهب بولی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د راپور له مخې د نبوی(ص) جومات کتابتون د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله د مزار په لویدیځې برخې کې ده چې بې له جمعې ورځې نوره ټوله اوونۍ خلاصه وی، او دې رسیدو لپاره د مزار په لویدیځې برخې کې د بریښنا پلې(درپایې) استعمالیږی.
د ویلو ده چې په 886 هجری قمری کال کې په نبوی(ص) جومات د اوور لګیدو له امله د کتابتون اکثر ګران بیه او تاریخی کتابونه له مینځه لاړ دی خو په 1353 هجری قمری کې د مدینې د اوقافو محکمی مشر ښاغلی "السید احمد یاسین الخیاری" په وړاندیز سره دغه کتابتون بیا تعمیر شو، خو هیڅ کوم د شیعه مذهب کتاب پکښې نیشته بلکې د شیعه مذهب ضد کتابونه پکښې ډیرې مخې ته راځی.
1387380