د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «وطن آنلاین»، یې نقلوی چې د سعودی عرب او د فارس د خلیج هیوادونو د معلولو ماشومانو سره ځانګړې د قران د حفظ سیالیو اتلسم پړاو له دوشنبه ورځې د کب د میاشتې له شپږ ویشتمې نیټې د ابها ښار په قصر هوټل کې پیل شوی دی.
په عربستان کې د معلولو ماشومانو د قران د حفظ خصوصی سیالیو مشر ښاغلی «عبدالعزیز السبیهین»، په دې اړه وویل چې په عربستان او د فارس د خلیج څنګ ته هیوادونو سلو موسسو ته په دې سیالیو کې د ګډون بلنې لیک لیږل شوی ؤ چې په لومړۍ مرحلې کې یې 149 کسانو برخه واخسته چې په وروستی پړاو کې یې 68 قاریان یو بل سره مقابله کوی.
1388769