د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراسا س د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای بیګا د نوی هجری لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په یوه پیغام کښې په ټوله دنیا کښې ټولو ایرانیانو په تیره بیا د اسلام د لارې د مجاهدانو، سرشیندونکو او د شهیدانو سترو کورنیو ته د نوی کال او نوروز په مبارکۍ ویلو سره نوی کال په جهادی مدیریت او ملی ارادې سره د اقتصاد او کلتور کال ونوموه.
هغه حضرت د اسلامی دنیا د سترې میرمنې حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له ورځو سره د نوی لمریز کال سمون خوړلو ته په اشارې سره له خدای پاک څخه دعا وکړه دغه سمون خوړل د ایران د ملت لپاره له فاطمی برکتونو او د الهی هدایت له نورونو د دوه (۲)چنده ګټه د پورته کولو امکان برابر کړی.
د ایران د اسلامی انقلاب رهبر د نوی لمریز کال د افق په انځورولو کښې اقتصاد او کلتور دوې(۲) موضوګانې له نورو مسایلو مهمې وبللې او ټینګار یی وکړ د ۱۳۹۳ لمریز کال د شعار د تحقق یعنی د جهادی مدیریت او ملی ارادې سره د اقتصاد او کلتور تحقق لپاره د ایران د چارواکو او د خلکو ګډ کوشش ضروری دی.
د رهبر معظم لارښود د ایران په ابادونې او ژوند کښې د خلکو شتون، ګډون او اساسی رول ته په اشارې سره وفرمایل هم په اقتصاد او هم په کلتور کښې کار به د خلکو له ګډون پرته، مخ ته لاړ نشی او د خلکو بیلابیلې ډلې باید په ملی رښتیونی ارادې او عزم سره په دې ډګر کښې رول ولوبوی. ښاغلی حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکی ژمن دی په خدای پاک توکل او په خلکو تکیې سره د اقتصاد او کلتور په دوو (۲)ډګرونو کې په میړنتوب سره میدان ته ورننوځی.
1389063