IQNA

ایت الله خامنه ای: د نړیوالې ټولنې حقیقتونه، د آمریکا په غوښتنو پرمخ نه ځی

19:47 - March 21, 2014
د خبر لمبر: 1389133
نړیواله ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ، د نړیوالې ټولنې حقیقتونه، د آمریکا په غوښتنو پرمخ نه ځی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای، نن  د ۱۳۹۳ هجری لمریز کال په لومړۍ ورځ، د ایران په مشهد سپیڅلی ښار کښې د حضرت امام رضا(ع) ملیونونو زیارتوالو په  ټول کښې په وینا کښې وفرمایل، هغه څه چې استکبار په تیره بیا آمریکا په ایران، فلسطین، سوریی، عراق او  افغانستان کښې ورپسې ؤ  هیڅکله یې تحقق ونه مونده او له دې وروسته به هم  تحقق ونه مومی.
ښاغلی حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه، آمریکا ډیره  هڅه وکړه چې  فلسطین په یوه یهودی هیواد بدل کړی، یعنې دا چې  هر فلسطینی چې که هغه مسیحی دی او که مسلمان ، په دغه ټاټوبې کښې د ژوند کولو امکان ونلری ،خو په دې زمینه کښې یې ټولې دسیسې په اوبو لاهو شوی  او په راتلونکو کښې به هم  دغه ډول هڅې کومه پایله ونلری.
هغوۍ په دې په ټینګار سره، چې د ایران ملت باید ځان پیاوړی کړی،څو  د دښمنانو له زور سره مخ نه شی، که یو ملت قوی نه وی نو د نړۍ کلنګ اخیستونکې به ترې کلنګ واخلی  او حمله به پرې وکړی او سپکاوی به یې وکړی.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ د یوه ملت پیاوړې کیدل یوازې په جنکی وسلو سنبالیدل نه دی،بلکه دری عنصرونه  اقتصاد، کلتور او علم که په یو هیواد کښې موجود وی ،نو دغه هیواد هم پیاوړی کیږی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود زیاته کړه،  که د اقتصاد په ډګر کښې د  ایران ملت خپل هوډ ټینګ کړی  او یو لاس  شی  نو اقتصاد غوړولای شی او نور باید د دښمنانو لخوا د بندیزونو د لیرې کولو په تمه نه وی.
هغوۍ کلتور له اقتصاده هم مهم وباله او زیاته یې کړه، کلتور هغې هوا ته ورته دی چې تنفس کوۍ یې ،که دغه هوا پاکه وی یو اغیز او که چټله وی نو بله اغیزه لری.
هغوۍ  په دې په ټینګار سره چې  اسلامی ایران د پیاوړې کیدو لپاره ډیر استعدادونه، امکانات او ظرفیتونه لری، وفرمایل، زمونږ ملت د ملی اقتدار په لور روان دی ،ډیره  لاره یې وهلی ده  او په دې اساس د ۹۳ کال کلی پلان  به په دوو عنصرونوکښې  اقتصاد او کلتور کښې په جهادی مدیریت او ملی هوډ سره ښکاره شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود  همدغه راز   د تیر  کال د ولسمشرۍ په ټاکنو او د سلواغې د ۲۲ په لاریونونو کښې د ایران د ملت حماسی شتون ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه،  د دغه سیاسی حماسی په پنځولو کښې د خلکو د پراخ ګډون معنی دا وه ،چې  په هیواد کښې دینې ولسواکی تثبیت شوی ده.
د رهبرۍ ستر مقام په تیر کال کښې د ایران د ملت په  نسبت د آمریکایانو بې آدبانه او سپکوونکو څرګندونو په باب هم  وفرمایل، د ایران ملت په خپل ټول وجود سره  اسلامی جمهوری نظام او انقلاب ته پایبنده دی  او دا د  ایران د اسلامی جمهوریت د دښمنانو د شرارت او دښمنو په وړاندې د ایران د ملت د غیرت او حساسیت نښه ده.
1389093

captcha