IQNA

د موصل د جامع جومات امام د داعش له خوا وژلی/ د آیت الله سیستانی نوې اعلامیه

12:47 - June 16, 2014
د خبر لمبر: 1418238
نړیواله ټولنه: ترهه ګر ټولی داعش د بشریت پرضد جنایاتو کښې د موصل جامع جومات امام شیخ محمد المنصوری وژلی او د هغه بدن یی مثله کړې.

خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې العراق تایمز خبری ویب پاڼه نه په نقل، د موصل یو شمېر دینی علماؤ اعلام کړی: د داعش ځواکونو شیخ محمد المنصوری، چې د موصل جامع جومات خطیب او امام یی له دې نه ورستو چې د دې ترهګر ټولی له بیعت نه یی انکار وکړو ووژل او تنه یی مثله کړله.
سلام منصور الهیتی، د (الصدیق)جامع جومات امام هم وویل: دې ترهګر عناصر داعش د شیخ محمد المنصوری په کور باندې برید سره د هغه نه غوښتنه وکړه چې دې ترهګر ټولی سره بیعت وکړې او د هغوې سره شی او جومات د داعش تعلیماتو لپاره د هغوې اختیار کښې ورکړی. خو ولی هغه ترې انکار وکړو نو د داعش ځواکو هغه ووژل.
الهیتی خبره زیاته کړه: داعش هغه ټول معتدل علماء چې له دې ټولنه سره ملګرتیا نه کوې او د هغې مخالف دې ګواښلی.
هغه څرګنده کړه: د ۳۴ نه زیات د موصل جوماتونو امامان له داعش ګواښلو او د دی ترهګر ټولنه ټولیزه و‌ژنې له ویری اربیل ته روان شوې.
آیت الله سیستانی: دولت کښې کارکوونکې له جهاد څخه معاف دی
دویم خبر کښې څرګنده کړی: د آیت الله العظیم سید علی سیستانی دفتر له اړخه، د عراق شیعیانو مرجع نن ۲۴ خرداد، په یوې بیانیه کښې اعلام کړی: دولت کښې کارکوونکې د داعش سره جهاد کولو نه معاف دې. خو ولی د ضرورت په وخت.
د عراق د شیعیانو ستر مرجعیت پرون، ۲۳خرداد، هم دا اعلام کړی وو، هغه ټول کسان چې وسله حمل کولی شی او ترهګرو سره جهاد کوې باید امنیتی ځواکو په صفوو کښې شامل شی او دا کار د عراق په خلکو واجب کفایی دی.
داعش یو تکفیری ډله ده او هیڅ اړیکه له اهل تسنن سره نه لری
هم دارنګ، السومریه نیوز خبری ویب پاڼه لیکلی: شیخ محمد امین، د جمعیت علماء العراق غړی داعش یو ضاله او تکفیری ټولنه وبلله چې د اهل سنت سره هیڅ اړیکه نه لری.
جمعیت علماء العراق په بصره ایلت، کښې د عراق اهل سنت په ژبه او عمل د ترهګرو داعش ټولی پر ضد او د ټول عراق مځکه سره ولاړ وګڼلو.
شیخ محمد امین د له دې جمعیت غړی وویل: نن عراق د ګمراه او تکفیرو برید سره مخامخ دې او کوښښ کوې چې د عراق څه برخه ځان ته کړی او ترهګری له عراق کښې او عربی هیوادونو کښې وده ورکړی.
د عراق سنی عالم ټینګار وکړو: هر څوک چې دا ترهګر ټولی د اهل سنتو څخه وګڼلو یقینا وهمی دی.
شیخ محمد امین د خپلو خبر ټینګار سره ادامه ورکړه: څه رنګ کېدلی شې چې دا ټولنه د اهل سنتو څه وې او څنګه کېدلی شی چې د داعش کارونه د اهل سنتو انقلاب وګڼلې شی، سره له دې چې موصل کښې بی شماره اهل سنت ووژل او بی ځایه کړل.
د عراق دی سنی عالم د عراق سنیان امنیتی ځواکونو سره اوګه په اوګه وبلل، چې د داعش او د هر هغه کس چې عراق ټوټې ټوټې کول غواړی سره به پر ضد وې او ادامه کښې وویل: هر وخت چې مونږ پوځ وغوښتل چې د ملایی توب جامه څنګ ته کړو او د مبارزه جامه پر تن کړو نو مونږ تیار یوو.
ترهګر ټولنه د عراق اسلامی دولت او شام – داعش- د تیری نهی په سحر د خرداد میاشته ۲۰ باندې په ځانمرګى پوځ د عراق په موصل ښار او نینوی ولایت نیوکه وکړه او اوس هلته د پوځ، د خلکو لښکر، عشایر،  پیشمرګه ځواکونو سره د ترهګر ټولی داعش  ترمنځه په صلاح الدین، الانبار، کرکوک، نینوا او په ځنی نورو سیمو او ولایتو  کښې ډیره سخت ګواښونه روان دې.

1417407

بچوې: ګواښونه
captcha